وزيراعظم شهباز شريف سره د وفاقي وزير نوابزاده خالد حسين مګسي ملاقات٬ د جهل مګسي ګيس فيلډ په پروژه بريفنګ

اسلام آباد21 اګست(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د هېواد پنګو په سبب په درآمدي ګاز د انحصار كمولو څخه د زرمبادله بچت اقدام د ستائنې وړ ګرځولو سره وئېلي دي قيمتي قدرتي وسائل د معاشي مسئلو حل كښې ځانګړے كردار ادا كولې شي۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير نوابزاده خالد حسين مګسي سره په خبرو كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ په …

اسلام آباد21 اګست(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف د هېواد پنګو په سبب په درآمدي ګاز د انحصار كمولو څخه د زرمبادله بچت اقدام د ستائنې وړ ګرځولو سره وئېلي دي قيمتي قدرتي وسائل د معاشي مسئلو حل كښې ځانګړے كردار ادا كولې شي۔د دې خيالاتو خرګندونه ده د سائنس او ټېكنالوجي وفاقي وزير نوابزاده خالد حسين مګسي سره په خبرو كښې كړې چا چې د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې ده سره ملاقات كولو ۔د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير نوابزاده خالد حسين مګسي وزيراعظم ته جهل مګسي ګاز فيلډ په پروژه بريفنګ وركړو ۔ده ووئيل جهل مګسي ګيس فيلډ پروژې له مخې د ګاز قامي ترسيل كښې به په درآمدي ګاز انحصار كم شي او د كال 298 ملين ډالره به بچت شي۔ده وزيراعظم ته د پراجكيټ پرانستې بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله كړه۔وزيراعظم ووئيل په پاكستان كښې موجوده قيمتي قدرتي وسائل د هېواد معاشي مسئلو حل كښې ځانګړے كردار ادا كولې شي٬د هېواد پنګو په سبب په درآمدي ګاز انحصار كمېدو څخه د زرمبادله بچت د ستائنې وړ دے۔وزيراعظم ووئيل د جهل مګسي ګيس فيلډ قامي ترسيل كښې شموليت يو غوره اقدام دے۔