اسلام آباد21 اګست(اے پی پی) د برتانيې وزيراعظم سركيئر اسټارمر پاكستان كښې د اوسني سېلاب ځپلو سره د يو والي څرګندونې كولو سره وئېلي دي د برتانيې حكومت بحالۍ او د بيا رغونې په كار كښې پاكستان سره هر ممكنه مرستې لپاره چمتو دے۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د برتانيې وزيراعظم سركيئر اسټارمر پاكستان كښې اوسنو د پشكال بارانونو او …
د برتانيې وزيراعظم سركيئر اسټارمر وزيراعظم شهباز شريف ته چيټۍ ٬سېلاب ځپلو سره د يووالي څرګندونه٬د برتانيې حكومت لخوا بحالۍ او د بيا رغونې په هلو ځلو كښې د مرستې اعلان
اسلام آباد21 اګست(اے پی پی) د برتانيې وزيراعظم سركيئر اسټارمر پاكستان كښې د اوسني سېلاب ځپلو سره د يو والي څرګندونې كولو سره وئېلي دي د برتانيې حكومت بحالۍ او د بيا رغونې په كار كښې پاكستان سره هر ممكنه مرستې لپاره چمتو دے۔د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې د برتانيې وزيراعظم سركيئر اسټارمر پاكستان كښې اوسنو د پشكال بارانونو او سيلاب صورتحال له امله په شوي ځاني او مالي زيان د وزيراعظم شهباز شريف په نامه رالېږلې چيټۍ كښې د وزيراعظم او پاكستاني اولس سره په ځاني زيان د يو والي او افسوس څرګندونه وكړه ۔په خط كښې د برتانيې وزيراعظم ووئېل د برتانيې حكومت او اولس لخوا په پاكستان كښې د اوسني سېلاب په مهال په لويه پېمانه په تباهي د غم دړد څرګندونه كوو ۔ده ووئيل زمونږ همدردۍ ټولو ځپلو سره دي٬برتانيه كښې مېشته د پاكستان تعلق لرونكو ل كورنيو لپاره دا صورتحال د تشويش وړ دے٬د برتانيې ټول اولس د پاكستان اولس سره په دې وخت كښې د يو والي څرګندونه كوي۔د برتانيې وزيراعظم په دې صورتحال كښې ايمرجنسي رسپانس او په ناوړه حالاتو كښې د ځپلو مرسته كوونكو رضا كارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې۔ده ووئيل دا امر د اطمينان سبب دے چې په دې موقع د برتانيې حكومت د پاكستان مرسته وكړه او راتلونكې كښې هم په بحالي او د بيا رغونې په ړه د برتانيې حكومت د پاكستان هر ممكنه مرستې كولو لپاره چمتو دے۔












