د جناح ميډيكل كمپليكس په وخت بشپړېدو لپاره عزم لرو۔سيد مصطفٰی كمال

اسلام آباد21 اګست(اے پی پی)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي د وزيراعظم وژن له مخې د جناح ميډيكل كمپليكس په وخت بشپړیدو لپاره عزم لرو٬جناح ميډيكل كمپليكس د روغتيا تر ټولو لويه پروژه ده٬جناح ميډيكل كمپليكس كښې به جديد روغتيا آسانۍ وړيا آسانۍ ترلاسه وي۔د وزيراعظم په هدايت د جناح ميډيكل كمپليكس تعمير په اړه د پېشرفت د جاج اغستو غونډې مشري كولو سره د روغتيا …

اسلام آباد21 اګست(اے پی پی)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي د وزيراعظم وژن له مخې د جناح ميډيكل كمپليكس په وخت بشپړیدو لپاره عزم لرو٬جناح ميډيكل كمپليكس د روغتيا تر ټولو لويه پروژه ده٬جناح ميډيكل كمپليكس كښې به جديد روغتيا آسانۍ وړيا آسانۍ ترلاسه وي۔د وزيراعظم په هدايت د جناح ميډيكل كمپليكس تعمير په اړه د پېشرفت د جاج اغستو غونډې مشري كولو سره د روغتيا وفاقي وزير ووئېل تعميراتي مراحل كښې تندي راولئ او پاتي كار په وخت بشپړول باوري كړئ۔ده امر وكړو د منصوبې سره تعلق لرونكو سټيك هولډرز ترمينځه موثر كوآرډينېشن زيات كړئ۔په غونډه كښې پراجيكټ كوآرډينيټر٬ډپټي پراجيكټ كوآرډينيټر٬بائيو ميډيكل انجينئر او د روغتيا وزارت اړوند افسرانو ګډون وكړو۔