اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) سعودي عرب پاكستان سره د غېر متزلزل يووالي څرګندونې كولو سره تېره ورځ د خېبر پښتونخوا سېلاب ځپلو لپاره د مرستې سامان رالېږلے دے ٬ په اسلام آباد كښې د مرستې د سامان لېږلو دستورې ته پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالكي د خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان …
د سعودي لخوا سېلاب ځپلو لپاره د مرستې او پاكستان سره د يووالي اعلان
اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) سعودي عرب پاكستان سره د غېر متزلزل يووالي څرګندونې كولو سره تېره ورځ د خېبر پښتونخوا سېلاب ځپلو لپاره د مرستې سامان رالېږلے دے ٬ په اسلام آباد كښې د مرستې د سامان لېږلو دستورې ته پاكستان كښې د سعودي عرب سفير نواف بن سعيد المالكي د خادم الحرمين الشريفين شاه سلمان بن عبدالعزيز او ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان لخوا حكومت او اولس سره د غمرازۍ او همدردۍ پېغام ورسولو ۔ ده ووئيل د سعودي قيادت او اولس د زړه نه غمژن دي او سېلاب ځپلو سره په دې سخت وخت كښې پاكستان سره برابر ولاړ دي۔ ده ووئيل د كنګ سلمان هيومينټيرين ايډ اينډ ريليف سينټر د لارې د پاكستان د سېلاب ځپلو مرسته روانه ده كومه چې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د قوي اړيكو عكاسي ده۔ د مرستې په سامان كښې خېمې، د خوراك څښاك او طبي سامان شامل دے كوم چې به د صوبې زياتو ځپلو كورنيو ته رسولې شي ۔ په دې موقع سفير د پاكستان قيادت، ادارو او د اولس مننه كولو سره د دواړو هېوادونو ترقۍ او سوكالۍ لپاره دعا هم وكړه۔ د دستورې په پائې كښې د سعودي سفير ووئيل پاك سعودي دوستي زنده باد، پاكستان پائنده باد۔












