د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګيلاني سره د اټاليه د ډوپاسي فاؤنډيشن زده كوٶنكو پلاوي وليدل

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي د ماحولياتي بدلون اثرات په ګرده نړۍ كښې محسوسېږي او د دې چېلنجز لاره نيولو لپاره اجتماعي هڅې او نړيواله مرسته ضروري ده، ماحولياتي بدلون نه يوازې معيشتونه متاثره كوي بلكې نېغ په نېغه د عامټ انسانانو په وژند هم اثر پرېباسي ٬ دې لپاره نړيوال يووالې او عملي اقدامات د وخت مهم ضرورت …

اسلام آباد 21 اګست (اے پي پي) د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئيلي دي د ماحولياتي بدلون اثرات په ګرده نړۍ كښې محسوسېږي او د دې چېلنجز لاره نيولو لپاره اجتماعي هڅې او نړيواله مرسته ضروري ده، ماحولياتي بدلون نه يوازې معيشتونه متاثره كوي بلكې نېغ په نېغه د عامټ انسانانو په وژند هم اثر پرېباسي ٬ دې لپاره نړيوال يووالې او عملي اقدامات د وخت مهم ضرورت دے۔ ده دا خبرې د زيارت په ورځ په پارلمان كښې د اټاليه د ډوپاسي فاؤنډېشن اته كسيزه پلاوي سره كړې چا چې دوي سره ملاقات كولو۔ په دې موقع سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل د پاكستان لويه اثاثه زمونږ زلمے كول دے څوك چې د آبادۍ 60 فيصده جوړېږي ۔ ده زور راوړو چې ځوانان او ادارې دې د موجوده دور د مسائلو په حل كولو كښې قائدانه كردار ولوبوي۔ يوسف رضا ګيلاني د اوورسيز پاکستانيانو کردار د قامي معيشت په استحکام كښې کليدي وګرځولو او د جديد ټيکنالوجي استعمال د وخت تقاضو سره د همكاره كولو په ضرورت يې زور راورژ ۔ د ملاقات په مهال يو شمېر چارو هم خبرې وګرې شوې