اسلام آباد۔21 اګست (اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي پاكستان او چين په دوه اړخيزه مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو مكمل همغږي لري٬ زمونږ مقصد دوه اړخيزه مرستې ته وده وركول او سي پېك وړاندې پړاؤ ته منتقل كول دي٬ چينائي خارجه وزير وانګ ژی سي پېک د پاك – چين سټرېټجک شراکت داری اساس ګرځولو سره ووئيل اوس ټوله پام لرنه …
پاكستان او چين په دوه اړخيزه مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو مكمل همغږي لري٬ د نائب وزيراعظم او خارجه وزير سینیټر اسحاق ډار خپل د چين همڅنګ وانګ ژی سره خبري كنفرنس
اسلام آباد۔21 اګست (اے پی پی) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار وئيلي دي پاكستان او چين په دوه اړخيزه مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو مكمل همغږي لري٬ زمونږ مقصد دوه اړخيزه مرستې ته وده وركول او سي پېك وړاندې پړاؤ ته منتقل كول دي٬ چينائي خارجه وزير وانګ ژی سي پېک د پاك – چين سټرېټجک شراکت داری اساس ګرځولو سره ووئيل اوس ټوله پام لرنه د سي پېک د اعلیٰ معیار ترقۍ ته ده ٬ د شپږم سټرېټجک ډائیلاګ په مهال دواړو اړخونو د سي پېک په ’’ګروتھ کورېډور، ازلسي فلاحي کورېډور، ګرین کورېډور او اوپن کورېډور‘‘ كښې په اپ ګرېډ كولو موافقت كړے دے۔ چين د زيارت په ورځ په شپږم سټرېټجک ډائیلاګ كښې د سي پېک اعلی معيار پرمختګ لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔ د دې غونډې مشري نائب وزيراعظم او خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار او د چين خارجه وزير وانګ ژي وكړه۔ دواړو د پاك چين اړيكو ټولو اړخونو جاج واغست او په مهمو سيمه ايزو او نړيوالو چارو يۍ د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ په دې موقع د سي پېك د دويم پړاؤ په شمول په يو شمېر څانګو په زړه پورې خبرې وشوې۔ شريك خبري كنفرنس كښې اسحاق ډار ووئيل دواړه هېوادونه په دوه اړخيزه ٬ سيمه ايزو او نړيوالو چارو بشپړه همغږي لري۔ ده ووئيل د وانګ ژي وژن نيك مرغه دے په كوم كښې چې دوه اړخيزه مرستې ته وده وركول او سيي پېك وړاندې پراؤ ته بوتلل شامل دي۔ د چين خارجه وزير سي پېك د پاك – چين سټرېټجك همكارۍ اساس ګرځولو سره ووئيل موجودہ ترجیح د سی پېک د اعلیٰ معیار ترقي ده۔ ده ووئيل د شپږم سټرېټجک ډائیلاګ په مهال دواړو اړخونو سی پېک په ’’ګروتھ کورېډور، اولسي فلاحي کورېډور، ګرین کورېډور او اوپن کورېډور‘‘ كښې په اپ ګرېډ كولو موافقت كړے دے۔ وانګ ژي وئيل مونږ به خواري كوو دغسې چې په صنعتي او معدني څانګو كښې همكاري لا پياوړې كړې شي٬ د پاكستان اولس خېر ښېګړه لا زياته كړې شي۔ د پاكستان په خپلو پښو د اودرېدو صلاحات تند ګړندے كړے شي او معيشت لا مضوط كړے شي۔ هغه ووئيل چين د ګوادر پورټ د پرمختګ او آپرېشن او د قراقرم هائی وے ری الائنمنټ منصوبې هم ملاتړ كوي۔ دغې هغه اېم اېل-1 (مېن لائن رېلوے) منصوبه كښې د درېم فريق د ګډون هركلے وكړو۔ اسحاق ډار ووئيل مونږ په سيمه كښې امن ٬ استحكام او سوكالۍ ته د ودې وركولو عزم لرؤ او د پاك چين ملګرتيا مېوې منطقې او دې څخه بهر هېوادونو سره ګډول غواړؤ۔ ده د پاكستان خپلواكۍ ٬ سيمه ايزې سلامتيا او د قامي وقار تحفظ له د چين د كلك ملاتړ هم مننه وكړه۔ نائب وزیراعظم ووئيل دواړو په څو اړخيزه فورمونو د نزدې مرستې په روانې ساتلو موافقت وكړو۔ ده ووئيل مونږ د وزيراعظم شهباز شريف د چين په راروانه دوره هم خبرې وكړې چرته به جې هغه د شنګھائی مرستې تنظيم (اېس سی او) سرمشريزه غونډه كښې ګډون كوي۔ د چین خارجه وزير ووئيل د چین وزیراعظم به د شهباز شريف تود هركلے كوي او دواړه هېوادونه به سږ كال د پاک-چین سفارتي اړيكو 75 مه سالګره لمانځلو له په ګډه چمتوالې نيسي۔ هغه په پاكستان كښې د زياتو بارانونو او سېلاب د لاسه په شوي زيان د افسوس څرګندونې سره په بېړني بنياد د بشري مرستې كولو اعلان وكړو۔هېواد كښې د ترهګرۍ په اړه وانګ ژي د پاكستان په زړه پورې سټرې وستائلې ۔ هغه ووئېل چين باور لري چې د پاكستان د ترهه ګرۍ مخ نيوي هلې ځلې به ګتورې ثابتېږي۔ هغه ووئېل پاكستان په موثر ډول د چين د وګړو او ادارو حفاظت كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې اسحاق ډار ووئېل د پاكستان په خارجه پاليسۍ كښې به كوم بدلون نه راځي ٬ دا پاليسي د ټولو هېوادونو سره په دوستانه اړيكو اډاڼه ده كومه چې په شريك اقدار ٬ احترام او په مساوات قائمه ده او ڼريوال امن استحكام لپاره ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې وانګ ژي ووئيل د چين هند سره همكاري د كوم درېم هېواد په ضد نه ده او نه به د دې كوم بد اغېز په بل هېواد پرېوزي۔ چینائي خارجه وزير اسحاق ډار ته يو فرېم شوے عكس وړاندے كړو كوم چې پاكستان په خارجه دفتر كښې د سولرائزېشن منصوبې د بشپړ كېدو يادګار ؤ۔ په دې موقعه د چين خارجه وزارت د پاكستان خارجه وزارت ته د خارجه دفتر سولرائزېشن لپاره د 20 لکه یوآن (آر ایم بی) ډالۍ وركړه۔












