ملګري ملتونه ۔21 اګست(اے پی پی) پاکستان د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي كشمير او فلسطين كښې د روان بربريت په ډاګه كولو سره د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل زور راوړے دے چې د ترهګرۍ مبارزې لپاره دې دوه مخيزې معيار او سياسي ايجنډې پریښودلې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي سفير عاصم افتخار احمد ’’ د ترهګرو كارروائيو د لاسه نړيوال امن او …
د ترهګرۍ مبارزې لپاره دې دوه مخيزې معيار او سياسي ايجنډې پرېښودلې شي ٬ د ترهګرۍ مخنيوي په نامه بهرنۍ قبضه هيڅ جواز نه لري ٬ د پاكستان استازي عاصم افتخار مباحثې ته خطاب

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔21 اګست(اے پی پی) پاکستان د هند په غېر قانوني توګه قبضه كړي كشمير او فلسطين كښې د روان بربريت په ډاګه كولو سره د ملګرو ملتونو په سلامتي كونسل زور راوړے دے چې د ترهګرۍ مبارزې لپاره دې دوه مخيزې معيار او سياسي ايجنډې پریښودلې شي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي سفير عاصم افتخار احمد ’’ د ترهګرو كارروائيو د لاسه نړيوال امن او سلامتيا ته پېښې ستونزې‘‘ په سرخط مباحثې ته خطاب كښې ووئيل مونږ له به ښكاره توګه فرق كول وي چې ترھګري څه ده او د بهرنۍ قبضې په ضد د اولس جائز ستړې او د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له هڅې څه دي٬ بهرنۍ قبضه د ترهګرۍ مخنيوي په نامه جائز ګرځولې كيدې نه شي۔ ده ووئيل پاكستان د ترهګرۍ په ضد د وړومبي صف هېواد دے او د داعش/آئی اېس آئی ایل، تحریک طالبان پاکستان (ټی ټی پی)، بلوچستان لبرېشن آرمی (بی ایل اے) او د مجيد برېګېډ په ضد مضبوط ولاړ دے۔ ده خبردارے وركړو چې دا ډلې افغانستان او سيمه كښې د يو بل مرستې كولو سره د پاكستان په ضد كارروايۍ كوي۔ ده ووئيل د رياستي ترهګرۍ مسئله هم د نړيوالې ورورولۍ مخې ته ده۔ ده ووئيل په كشمير او فلسطين كښې عامو وګړو ته اجتماعي سزاګانې وركول ٬ د بشري حقونو خلاف ورزۍ ٬ جبري آبادياتي بدلونونه او د ترهګرۍ مخنيوي بې بنسټه بيانيې غېر قانوني قبضې ته د پراختيا وركولو چالونه دي۔ ده ووئيل په افغاننستان كښې ترهګري پاكستان او سيمې لپاره تر ټولو لويې خطر دے ٬ چرته چې د ټي ټي پي 6 زره ترهګر موجود دي كوم چې د افغانستان له خاورې څخه كارروايۍ كوي۔ ده ووئيل په 6-7 مئی په پاكستان د هندي جارحيت په نتيجه كښې 54 بې ګناه وګړي شهيدان شول۔ سفير عاصم افتخار احمد په دې خبره زور راوړو چې نن ترهګري يوازې د جنګ تر مېدان محدود نه ده بلكه دا په آن لائن ٬ ډيجيټل فنانس او الګورتھم اډانه ده له دې كبله د دې په ضد به بشپړ تګلاره جوړول وي۔ ده وړاندېز وركړو چې د ترهګرۍ بنيادي سببونه دې ختم كړې شي٬ د رياستي ترهګرۍ مخنيوې دې وكړې شي او د نوو خطرو مخه نيولو لپاره دې د ملګرو ملتونو د بندېزونو نظام ښه كړے شي۔ ده زياته كړه چې د اسلام او مسلمانانو ترهګرۍ سره د تړون لړۍ دې ختمه كړې شي او د انټرپول په شمول دې د قانون نافذ كوونكو ادارو ترمينځه مرسته زياته كړې شي دغسې چې د ترهګر نېټ وركس ډیجیټل سپلائی لائن ختم كړے شي۔ د خپل خطاب په پايه كښې ده ووئيل مونږ ترهګرۍ ته هغه وخت ماتې وركولو شوو كله چې مونږ په ګډه او په عادلانه توګه د دې مقابله وكړؤ









