جنیوا۔20اګست (اے پي پي) ملګرو ملتونو خبردارے وركړے چې د غزہ ټولو سيمو كښې د قحط خطر زياتېږي ځكه چې اسرائیل د مرستې په سامان وركولو كښې خنډ رامخې ته كوي او د هغوي عسكري کارروائۍ روانې دي كومې چې نور فلسطینیان په كډه كولو مجبوروي۔ د العربیه اردو تر مخه دا خبره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وياند ثمین الخیطان جنیوا كښې پریس کانفرنس ته خطاب کښې …
غزہ ته رسېدونكې مرسته د قحط مخ نيوي له پورا نه ده ، ملګري ملتونه

مزید خبریں
جنیوا۔20اګست (اے پي پي) ملګرو ملتونو خبردارے وركړے چې د غزہ ټولو سيمو كښې د قحط خطر زياتېږي ځكه چې اسرائیل د مرستې په سامان وركولو كښې خنډ رامخې ته كوي او د هغوي عسكري کارروائۍ روانې دي كومې چې نور فلسطینیان په كډه كولو مجبوروي۔ د العربیه اردو تر مخه دا خبره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر وياند ثمین الخیطان جنیوا كښې پریس کانفرنس ته خطاب کښې وكړه ۔ هغه ووئېل دا صورتحال د اسرائیلي حکومت د پالیسۍ نتیجه ده كومه چې د بشري مرستې په وركړه كښې خنډ ده ۔ هغه په دې خبره زور راوړو چې په اوسنو اوونيو كښې غزہ ته رسېدونكې مرسته د قحط مخ نيوي له د ضروري مقدار نه ډېره لږه ده۔ هغه ووئېل غزہ كښې د اسرائیلي اقدامات په نتیجه كښې د لوږې نه د مرګونو سلسله روانه ده ، چې پكښې ماشومان هم شامل دي او بل پلو اسرائیلي پوځ په شمالي سيمه كښې خپلې کارروائۍ زياتې كړې دي او فلسطینیانو ته يې د المواصي پلو د كډې كولو امر كړے دے خو هلته هم د اسرائیلي پوځ بمباري روانه ده د كومې په نتیجه كښې چې حالات ډېر خراب دي ۔ هغه ووئېل په المواصي كښې په لاکھونو كډوال خوراک، اوبو، بجلۍ او د پناہ سهولت نه محروم دي ۔ وياند ووئېل غزہ كښې د مرستې وركړې په ځايونو د اسرائیل بمبارۍ په سبب تر مرستې سامان رسائي ’’ ځان وژنه ‘‘ګرځېدې شي او د ملګرو ملتونو شمېرو تر مخه د 27 مئي نه تر اوسه 1857 فلسطینیان د خوراک تر لاسه كولو په هڅو كښې شهیدان شوي دي چې پكښې زیاتره د اسرائیلي عسكرو په ِډزو شهیدان شوي ۔ ملګرو ملتونو خبردارے وركړے که اسرائیل غزہ ښار كښې عسکري کارروائي زياتوي نو دا به لا د كډې كولو يوه چپه راپېدا كړي چې په خاص توګه ماشومانو ، مېرمنو، ژوبل شوو او معذورانو لپاره به خطرناکه ثابت شي ۔









