کابل 20 اګست (اے پي پي) د افغانستان په لويديز هرات ولايت كښې په ټرافيكي پېښه كښې د مړو شوو شمېره 79 ته رسېدلې ده ۔ د بي بي سي اردو له مخې ځائي چارواكو ووئيل پېښه هرات او كابل يو بل سره په تړونكې ستره لاره رامخې ته شوې۔ د داخله وزارت وياند مفتي عبدالمتين قاني خپل اډيو پېغام كښې ووئيل په پېښه كښې د مړو كسانو شمېره 79 …
افغانستان٬ هرات ولايت کښې په ټرافيکي پېښه كښې د مړو شمېر 79 ته ورسېده

مزید خبریں
کابل 20 اګست (اے پي پي) د افغانستان په لويديز هرات ولايت كښې په ټرافيكي پېښه كښې د مړو شوو شمېره 79 ته رسېدلې ده ۔ د بي بي سي اردو له مخې ځائي چارواكو ووئيل پېښه هرات او كابل يو بل سره په تړونكې ستره لاره رامخې ته شوې۔ د داخله وزارت وياند مفتي عبدالمتين قاني خپل اډيو پېغام كښې ووئيل په پېښه كښې د مړو كسانو شمېره 79 ته رسېدلې او دوه ژوبل شوي دي ۔ د هرات ولايت وياند له مخئ پېښې سره مخ شوي ټول كسان كډوال وو څوك چې د اسلام قلعه بندرځاے څخه روان وو۔ بلخوا د هرات پوليس ووئيل پېښه د تند رفتارۍ په سبب رامخې ته شوې۔ په مړو كسانو كښې 17 ماشومان هم شامل دي۔ د يادونې وړ ده ايران څخه راستنېدونكے د كډوالو بس موټر سائيكل او بيا د تېلو ټانكر سره ټكر شوے او د ټكر نه وروستو د اور لګېدو په سبب ټول كسان مړه شوي دي ۔









