غزہ۔20اګست (اے پي پي ) د غزہ سرکاري میډیا آفس وئېلې دي په غزہ كښې نزدې دوو كالو نه روانو د اسرائیل پوځي کارروائیو كښې 18 زر ه 885 ماشومان شهیدان شوي دي ، د شهیدو شوو فلسطینیانو مجموعي شمېره 62 زره نه زياته شوې ده ۔ د الجزیرہ راپور تر مخه د فلسطین كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ایجنسۍ ( یو این آر ډبلیو اے ) وئېلې دي په …
غزہ كښې د اسرائیلي پوځيانو په کارروائیو كښې 18 زره 885 ماشومان شهیدان شوي دي ، راپور

مزید خبریں
غزہ۔20اګست (اے پي پي ) د غزہ سرکاري میډیا آفس وئېلې دي په غزہ كښې نزدې دوو كالو نه روانو د اسرائیل پوځي کارروائیو كښې 18 زر ه 885 ماشومان شهیدان شوي دي ، د شهیدو شوو فلسطینیانو مجموعي شمېره 62 زره نه زياته شوې ده ۔ د الجزیرہ راپور تر مخه د فلسطین كډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ایجنسۍ ( یو این آر ډبلیو اے ) وئېلې دي په غزہ كښ د ماشومانو لپاره کوم ځائے محفوظ نه دے او د اسرائیل اشد ضروري مرسته او د طبي سامان ناکه بندۍ په وجه د دې ځائے مکین په خاص توګه ماشومان مړه كېږي ۔ ادار ې ووئېل د اسرائیل مسلسل بمبارۍ په مهال غزہ كښې د ملګرو ملتونو تر سېوري لاندې سکولونو د لاکھونو خلقو لپاره د پناہ ګاهونو کار كولو خو او دغه پناہ ګاهونه هم د غزہ اوسېدونكو لپاره چې پكښې ډېر ماشومان شامل دي٬ مقتل جوړ شوي دي۔ راپور كښې د یونیسیف تر مخه وئېلې شوي دي د اسرائیل د اړخه په يو اړخيزه توګه د جنګ بندۍ د لوظنامې خلاف ورزۍ کول او د بريدونو بيا شروع کولو نه پس د تېرو 5 مياشتو نه غزہ كښې هره مياشت نزې 540 نه زیات ماشومان شهیدان شوي دي ۔ د نړيوال خبرداري باوجود د اسرائیل پوځ په غزہ ښار بريدونو كښې تندوالے راولي چې پكښې په ګن شمېر امدادي مراکز باندې راغونډ شوي فلسطینیان ووژلے كېږي ۔









