د بشري حقونو مبينه خلاف ورزو په اړه هندي تورونه بې بنسټه دي۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان استازي ځواب

ملګري ملتونه 20 اګست (اے پي پي)پاكستان د بشري حقونو مبينه خلاف ورزو په اړه هندي تورونه په سختۍ سره مسترد كولو سره دغه بې بنسټه ګرځولې دي۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن كښې فرسټ سيكرټري سرفراز ګوهر د ملګرو ملتونو 15 سلامتي كونسل كښې د شخړو په لر كښې په جنسي تشدد بحث كښې د هند استازي ايلډوس ميتهيو پنوس لخوا په پاكستان لګولې شوي د بشري حقونو …

ملګري ملتونه 20 اګست (اے پي پي)پاكستان د بشري حقونو مبينه خلاف ورزو په اړه هندي تورونه په سختۍ سره مسترد كولو سره دغه بې بنسټه ګرځولې دي۔په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن كښې فرسټ سيكرټري سرفراز ګوهر د ملګرو ملتونو 15 سلامتي كونسل كښې د شخړو په لر كښې په جنسي تشدد بحث كښې د هند استازي ايلډوس ميتهيو پنوس لخوا په پاكستان لګولې شوي د بشري حقونو مبينه خلاف ورزيو تورونه رد كولو سره وئېلي دي دا تورونه د دروغو نه علاوه هيڅ نه دي۔پاكستاني استازي د هند استازي ته خپل ځواب كښې ووئېل دا تورونه په هند كښې د منظم ظلم٬د امتيازي سلوك او اقليتونو او پسمانده وګړو په ضد د تشدد او په خاص توګه د هند غېر قانوني تسلط لاندې جمو او كشمير كښې د هند د نړيوال قانون ښكاره خلاف ورزو دستاويزي ريكارډ څخه د پام ګرځولو هڅې نه علاوه نور هيڅ نه دي۔د هند استازي په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د اړخه تېره ورځ په وركړي بيان خپلو غبرګون څرګندولو چې پكښې جمو او كشمير كښې د هندي عسكرو د لاسه د كشميريانو ميرمنو او جينكو سره زياتے رامخې ته كړے شوے ؤ ۔په خپل ريماركس كښې په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مشن كښې فرسټ سيكرټري سرفراز ګوهر د هند د استازي تورونه رد كولو سره هغه په بشپړه توګه بې بنسټه او سياسي كاروائي وګرځوله ۔ده ووئيل د 1971 حواله وركولو مقصد تاريخ مسخ كول دي۔

مزید خبریں