ملګري ملتونه 19 اګست (اے پي پي) پاکستان په سوئيلي سوډان كښې په بحران د انېښنې څرګندونې كولو سره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل خبردار كړے دے چې د سوئيلي سوډان خرابېدونكې سياسي او امنيتي وضعه تر اوسه امن لپاره كړې هلې ځلې متاثره كوي٬ پاکستان ټولو ډلو څخه غوښتنه كړې چې ھغوي جنګ بندي وكړي او د كال 2018 په "تجديد شوې امن لوظنامه" عمل درامد باوري كړي۔ په …
پاکستان په سوئيلي سوډان كښې په بحران د اندېښنې څرګندونه وكړه ٬ په جنګ بندۍ او په بيا خبرو اترو پېل كولو زور

مزید خبریں
ملګري ملتونه 19 اګست (اے پي پي) پاکستان په سوئيلي سوډان كښې په بحران د انېښنې څرګندونې كولو سره د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل خبردار كړے دے چې د سوئيلي سوډان خرابېدونكې سياسي او امنيتي وضعه تر اوسه امن لپاره كړې هلې ځلې متاثره كوي٬ پاکستان ټولو ډلو څخه غوښتنه كړې چې ھغوي جنګ بندي وكړي او د كال 2018 په “تجديد شوې امن لوظنامه” عمل درامد باوري كړي۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد تېره ورځ په 15 كسيز سلامتي كونسل كښې د سوډان په صورتحال د بحث په مهال ووئيل تجديد شوے تړون اوس هم د امن ستن ده۔ ده ووئيل دغلته سياسي او د سلامتيا صورتحال په داسې وخت كښې خرابېږي كله چې د دې ښه كولو ته اړتيا ده۔ د پاکستان استازي په حراست كښې د ټولو سياسي مشرانو د خوشې كولو مطالبې كولو سره ووئيل اعتماد او ګډون هر عبوري عمل او تل پاتي امن لپاره ضروري دے۔ ده په دسمبر كال 2026 كښې كېدونكې انتخابات د امن څيره ګرځولو سره ووئيل سپېځلې انتخابات لپاره يوازې نړيواله مرسته نه بلكې اعتماد او د شموليت ماحول هم ضروري دے۔









