واشنګټن ۔ 19 اګست (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ انتظاميه وئېلې دي د 6000 نه د زياتو غېر ملكي زده كوونكو وېزے منسوخ كړے شوي دي۔ د امرېكې خارجه وزارت د اړخه جاري بيان تر مخه د دې اقدام سبب د ټاكلي وخت نه زيات پاتي كېدل او د قانون ماتول ګرځولے شوے او يوه مختصر شمېره د هغه خلقو هم ده څوك چې د ترهه ګرۍ …
امريكې د 6000 طلبه وېزے منسوخ كړې

مزید خبریں
واشنګټن ۔ 19 اګست (اے پي پي) د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ انتظاميه وئېلې دي د 6000 نه د زياتو غېر ملكي زده كوونكو وېزے منسوخ كړے شوي دي۔ د امرېكې خارجه وزارت د اړخه جاري بيان تر مخه د دې اقدام سبب د ټاكلي وخت نه زيات پاتي كېدل او د قانون ماتول ګرځولے شوے او يوه مختصر شمېره د هغه خلقو هم ده څوك چې د ترهه ګرۍ مرستياله دي۔ د اے ايف پي تر مخه دا اقدام د ټرمپ انتظاميه د امېګرېشن اړوندو معملاتو د كرېك ډاون د يوې ضمنې برخه په توګه رامخې ته شوے دے او د سټوډنټ وېزو په اړه هم سخته رويه خپله كړې شوې ده۔ په سوشل مېډيا د طلبه سخت جيكنګ سره سره د سكريننګ دائره كار هم پراخه كړے شوے۔ د خارجه وزارت د اړخه سږ كال بهر د امرېكې سفارتكارو ته سپارښتنه شوې وه چې د داسې خلقو د درخواستونو په حقله اوښيار اوسئ چاته چې د امرېكې مخالف په توګه كتلے شي يا هغوي د سياسي ايكټيويزم سره منسلك پاتي وي۔ د چارواكو تر مخه 4 زره ته نزدې وېزے په قانون ماتولو منسوخ كړے شوي چې پكښې زياتره په نشه كښې د ګاډي په چلولو ٬ بريد كولو يا د غلا غوندې نورو جرائمو كښې ككړ وو۔ چارواكو د خارجه چارو مينول تر مخه وېزے لپاره د نا اهلې نكتې په اړه ووئېل د ترهه ګرۍ د مرستې په وجه د 200 نه تر 300 وېزے منسوخ كړے شوي ۔ د هغوي تر مخه دا نكته د ترهه ګرۍ په هلو ځلو كښې د ملوث كېدو او د ترهه ګر تنظيمونو سره د روابط ساتلو په اړه ده۔ چارواكو دا نه دي وئېلې چې د كومو زده كوونكو وېزے منسوخ كرې شوي هغوي د كومو ډلو مرسته كوله۔ د امرېكې خارجه وزير ماركوربېو وېنا ده هغوي د داسې په سوونو يا په زرګونو خلقو زېزے منسوخ كړي چې پكښې طلبه هم شامل دي جې هغوي په داسې فعاليتونو كښې شامل وو كوم چې د امرېكې د خارجه پاليسۍ خلاف وو۔ دغسې د ټرمپ انتظاميه وېنا ده سټوډنټ وېزا او ګرين كارډ لرونكې كسان هم د فلسطنيانو په مرسته او په اسرائيل د ټكونو په صورت ډيپورټ كېدے شي۔ هغه ووئېل دا هر څه د امرېكې د خارجه پاليسۍ خلاف دي ۔ د تركيه څخه تعلق لرونكې يوه طالبه تر 6 اوونيو نه زياته په اميګرېشن سېنټر كښې په حراست كښې وساتلې شوه ځكه چې هغې په يو مضمون كښې د غزه په جنګ د سكولونو په غبرګون تنقيد كړے ؤ او هغه د وفاقي جج د اړخه په ضمانت وركولو خوشې كړې شوې وه۔ بل پلو د ټرمپ انتظاميه مخالفو دا اقدامات د اظهار په آزادۍ بريد ګرځولے دے









