په سرحدي شخړه د هند سره ګټورو خبري اترو دوامداره ساتلو ته چمتو يوو٬ چين

بيجنګ ۔19 اكست (اےپي پي) چين وئېلې دي هغه د هند سره په سرحدي شخړه ګتورو خبرو اترو دوامداره ساتلو ته چمتو دے ٬ دغسې چې په سرحدي سيمو كښې پوخ امن وسكون په ګډه باوري كړے شي۔ سي جي ټي اين تر مخه دا بيان د چين د خارجه وزارت وياند مالئوننګ پرېس كانفرنس كښې وركړو۔ هغه ووئېل چين د خارجه وزير وانګ پي دورې ته د يوې موقعې …

بيجنګ ۔19 اكست (اےپي پي) چين وئېلې دي هغه د هند سره په سرحدي شخړه ګتورو خبرو اترو دوامداره ساتلو ته چمتو دے ٬ دغسې چې په سرحدي سيمو كښې پوخ امن وسكون په ګډه باوري كړے شي۔ سي جي ټي اين تر مخه دا بيان د چين د خارجه وزارت وياند مالئوننګ پرېس كانفرنس كښې وركړو۔ هغه ووئېل چين د خارجه وزير وانګ پي دورې ته د يوې موقعې په توګه ګوري چې د هند سره په ګده د دواړو هېوادونو لارښودو تر مينځه په راغلي اتفاق عمل درآمد باوري كړے شي ٬ د اعلې كچې رفتار برقرار وساتلے شي ٬ سياسي اعتبار له وده وركړې شي ٬ عملي مرسته زياته كرې شي ٬ اختلافات په مناسب ډول حل كړے شي او د چين هند اړيكې تل پاتي شي ٬ صحت منده او مستحكمه ترقي وړاندې بوتللې شي ۔ هغه ووئېل په سرحدي شخړه د دواړو هېوادونو د خاص استازو تر مينځه خبرې اترې يو اعلې كچ چينل دے ٬ په دې حقله په تېر دسمبر كښې بيجنګ كښې 23 مه غونډه شوې وه چې پكښې سرحدي كنټرول ٬ طريقه كار جوړول ٬ د پولې پورې د مرستې غوندې چارو باندې ګن اتفاقات رامخې ته شوي وو۔ هغه ووئېل د سږ كال د پېل نه اوس دواړو هېوادونو په سفارتي ټوګه پرله پسې رابطې ساتلي او په تېرو شوو لوظنامو يې عمل درآمد په فعاله ډول مخ په وړاندې بوتلے دے۔ د هند دورې په مهال به خارجه وزير وانګ يې د هند خپل هم منصب ايس جے شنكر سره په دوه اړخيزه اړيكو او د خوښې په چارو خبرې كوي

مزید خبریں