عمان۔ 18 اګست (اےپي پي) اردن د عسكري خدمت پروګرام د بيا پېل كولو اعلان كړے دے۔ د العربيه تر مخه د اردن ولي عهد شهزاده حسېن بن عبد الله دوم په اربد ګورنرېټ كښې د ځوانانو هلكانو او انجونو يوې ډلې سره د ملاقات په مهال " د عسكري خدمت" (خدمت العلم) پرګروام زر د بيا پېل كولو اعلان وكړو۔ په اردن كښې العلم د اردن نارينه لپاره لازمي …
اردن د عسكري خدمت پروګرام د بيا پيل كولو اعلان وكړو

مزید خبریں
عمان۔ 18 اګست (اےپي پي) اردن د عسكري خدمت پروګرام د بيا پېل كولو اعلان كړے دے۔ د العربيه تر مخه د اردن ولي عهد شهزاده حسېن بن عبد الله دوم په اربد ګورنرېټ كښې د ځوانانو هلكانو او انجونو يوې ډلې سره د ملاقات په مهال ” د عسكري خدمت” (خدمت العلم) پرګروام زر د بيا پېل كولو اعلان وكړو۔ په اردن كښې العلم د اردن نارينه لپاره لازمي يو پوځي سروس دے د كوم مقصد چې ځوانان عملي او قامي ژوند لپاره چمتو كول دي۔ دا خدمت د العلم او د رېزرو سروس قانو تر مخه منظم دے او په دې كښې ځوانانو له عسكري او پېشه وره تربيه وركرې كېږي۔ د اردن ولي عهد ووئېل د دې پروګرام مقصد ځوانان د هېواد خدمت او دفاع لپاره چمتو كول دي۔ هغه ووئېل دا تجربه قامي شناخت له وده وركوي ۔ د ځوانانو د خپلې خاورې سره تعلق قوي كوي او د دوي شخصيت او نظم و ضېط غوره كولو له مرستياله ګرځي۔









