پېښور ۔ 15 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډی بونېر كښې په لويه كچه په شوي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې د خېبر پښتونخوا ګورنر وېنا وه چې په بونېر كښې 70 څخه د زياتو كسانو په مړينه غمجن يوو۔ د غېر معمولی موسمياتي بدلون د لاسه بونېر ٬ باجوړ او نورو ضلعو ته سخت …
ګورنر فيصل كريم كنډي بونير كښې په لويه كچه په شوي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه

مزید خبریں
پېښور ۔ 15 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کریم کنډی بونېر كښې په لويه كچه په شوي ځاني زيان د غم دړد څرګندونه كړې ده۔ د ګورنر هاؤس پېښور وياند له مخې د خېبر پښتونخوا ګورنر وېنا وه چې په بونېر كښې 70 څخه د زياتو كسانو په مړينه غمجن يوو۔ د غېر معمولی موسمياتي بدلون د لاسه بونېر ٬ باجوړ او نورو ضلعو ته سخت زيان رسېدلے دے۔ ده ووئيل د قدرتي آفتونو د مخنيوي وفاقي او صوبائي ادارې دې په ګډه د مرستې اقدامات په سمدستي توګه باوري كړي۔ فېصل کریم کنډی ووئيل ملاکنډ ډویژن دې په سمدستي توګه آفت زده وګرځولے شي۔ ده ووئيل د اوبو تندر د لاسه د صوبې په بېلو ضلعو كښې دا مهال وضعه زياته ناوړه ده۔ د خېبر پښتونخوا اولس د بونېر او باجوړ په شمول په نورو سېلابي سيمو كښې په شوو زيانونو سخت غمجن دے۔ د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل كريم كنډي وېنا وه دا مهال به ټولو له د ځپلو سيمو د اولس هر ممكن مرسته كول وي











