ملګري ملتونه ۔15 اګست (اے پی پی) د ملګرو ملتونو د بشري مرستې ادارې او سی اېچ اے په خپل تازه رپورټ كښې خبردارے وركړے چې چې په غزه كښې د لوږې ٬ د خوراك كمي او د سختې ګرمۍ چپې د لكھونو په شمېر وګړو ژوند سختو خطرو سره مخ كړے دے٬ د ادارې له مخې د مرستې مشنز اوس هم سختو خنډانو سره مخ دي حال دا دے …
په غزه كښی لوږې ٬ قحط او سختې ګرمۍ بشري بحران تر خطرناك حد رسولے ٬ د ملګرو ملتونو انديښنه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔15 اګست (اے پی پی) د ملګرو ملتونو د بشري مرستې ادارې او سی اېچ اے په خپل تازه رپورټ كښې خبردارے وركړے چې چې په غزه كښې د لوږې ٬ د خوراك كمي او د سختې ګرمۍ چپې د لكھونو په شمېر وګړو ژوند سختو خطرو سره مخ كړے دے٬ د ادارې له مخې د مرستې مشنز اوس هم سختو خنډانو سره مخ دي حال دا دے چې په دې ورستيو كښې د اسرائيل لخوا د بشري خواخوږۍ په بنياد ځينې مشنز ته منظوري وركړې شوې وه۔ بياهم د منظورۍ باوجود دا مشنز څو څو ساعته تاخير سره مخ كيږي۔ د رپورټ له مخې 6 څخه تر 12 اګست بشري مرستې لپاره 81 هڅې وكړې شوې په كومو كښې چې يوازې 35 كاميابې شوې دي۔ ډبلیو اېف پی خبردارے وركړے چې په غزه كښې قحط اوس خطرناكې كچې ته رسېدلے دے چرته چې د خوراك د كمي له امله 235 كسان مړه شوي دي په كومو كښې چې 106 كوچنيان هم شامل دي۔ په غزه كښې د څښلو د اوبو ٬ د صفايۍ او د سر پټولو ځايونه هم ډېر كم شوي٬ دغسې د ګرمۍ روانه چپه 40 درجې سنېټي ګرېډ څخه زياته شوې ده۔ دې سره سره په غزه سټي ٬ خان يونس او دیر البلح كښې فضائي بريدونه او ګوله باري زياته شوې ده چې په نتيجه كښې يۍ لويې شمېر وګړي شهيدان كيږي۔ ملګرو ملتونو خبردارے وركړو چې كه اسرائيل په غزه سټي كښې زمكيزه كارروائي پېل كړه نو وړاندې څخه ځپلې شوې كورنۍ به لا زياتو ناوړه حالاتو سره مخ شي۔ روانه وضعه دا ده چې د غزه 86 فیصده برخه يا خو عسكري زون ګرځولې شوې او يا دغه ځاے څخه د كډې كولو احكامات جاري كړې شوي دي









