په مزار قائد د ګارډز بدلولو دستوره ، کموډور تصور اقبال خاص ميلمه ؤ

کراچۍ۔ 14 اګست (اے پی پی) د پاکستان 78 مې آزادۍ ورځې په موقع د زيارت په ورځ د اګست په 14 مه نېټه د پاكستان د مؤسس قائد اعظم (رح) په مزار د ګارډز بدلېدو باوقاره دستوره وشوه۔ د نېول اکېډمی چمتؤ کېډټس په مزار د اعزازي ګارډز ذمه وارۍ ترلاسه كړه۔ کمانډنټ پاکستان نېول اکېډمی کموډور تصور اقبال د ګارډز بدلېدو باوقاره دستورې خاص مېلمه ؤ او د …

کراچۍ۔ 14 اګست (اے پی پی) د پاکستان 78 مې آزادۍ ورځې په موقع د زيارت په ورځ د اګست په 14 مه نېټه د پاكستان د مؤسس قائد اعظم (رح) په مزار د ګارډز بدلېدو باوقاره دستوره وشوه۔ د نېول اکېډمی چمتؤ کېډټس په مزار د اعزازي ګارډز ذمه وارۍ ترلاسه كړه۔ کمانډنټ پاکستان نېول اکېډمی کموډور تصور اقبال د ګارډز بدلېدو باوقاره دستورې خاص مېلمه ؤ او د پرېډ کمانډر فرائض لېفټېننټ کمانډر سمیع ترسره كړل۔ د ګارډز له تعينات كېدو څخه وروستو کمانډنټ کموډور تصور اقبال په مزار قائد د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني يۍ وكړه۔ ده د مېلمنو په كتاب كښې خپل تاثرات هم قلبمند كړل۔ دا خبره دې ښكاره وي چې هر كال په 14 اګست د پاكستان نېول اكېډمي كېډټس دا ذمه واري ترلاسه كوي۔ په مزار قائد د پاك بحريه اعزازي ګارډز كښې دوه ډلې شاملې دي۔ د اعزازي ګارډز يوه ډله د پاك بحريه په سيلرز او دويمه د پاكستان نيول اكېډمي په كېډټس مشتمله ده

مزید خبریں