ګورنر فيصل کريم کنډي په پېښور او دير كښې په پوليس ترهګر بريدونه وغندل

پېښور 14 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي په پېښور٬ كوز او بر دير كښې په پوليس د ترهګرو بريدونه غندلو سره په پېښو كښې شهيد شوې اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د ګورنر هاٶس لخوا د جاري بيان له مخې ګورنر د شهيدانو كورنيو سره د يوالي څرګندونه كولو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه۔ ګورنر په بريدونو كښې د ژوبل …

پېښور 14 اګست (اے پي پي) د خېبر پښتونخوا ګورنر فېصل کريم کنډي په پېښور٬ كوز او بر دير كښې په پوليس د ترهګرو بريدونه غندلو سره په پېښو كښې شهيد شوې اهلكارو ته پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د ګورنر هاٶس لخوا د جاري بيان له مخې ګورنر د شهيدانو كورنيو سره د يوالي څرګندونه كولو سره د شهيدانو لوړو درجو لپاره دعا هم وكړه۔ ګورنر په بريدونو كښې د ژوبل شوې پوليس اهلكارو زر روغتيا لپاره دعا هم وكړه۔ ده ووېيل چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې پوليس په فرنټ لائن دے٬ امن لپاره د پوليس شهيدانو قربانۍ به عبث نه ځي۔ د يادونې وړ ده چې په دې بريدونو كښې پنځه پوليس اهلكار شهيدان شوې دي

مزید خبریں