پېنډۍ 14 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي پارلماني سېکرټري بېرسټر دانيال چوهدري وئيلي دي چې څوارلسم اګست د قربانيو٬ هلو ځلو او د آزادۍ د خوبونو د رښتيا كېدو ورځ ده٬ پاکستان د لوي څښتن عظيم نعمت دے چې قدر ئې په هر پاكستاني فرض دے۔ وفاقي پارلماني سېكرټري دا خبره په پېنډۍ كښې په وقار النساء پوسټ ګرېجويټ کالج كښې د بېرغ هسك كولو دستورې …
څوارلسم اګست د قربانيو٬ هلو ځلو او د آزادۍ د خوبونو د رښتيا كيدو ورځ ده: بيرسټر دانيال چوهدري

مزید خبریں
پېنډۍ 14 اګست (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي پارلماني سېکرټري بېرسټر دانيال چوهدري وئيلي دي چې څوارلسم اګست د قربانيو٬ هلو ځلو او د آزادۍ د خوبونو د رښتيا كېدو ورځ ده٬ پاکستان د لوي څښتن عظيم نعمت دے چې قدر ئې په هر پاكستاني فرض دے۔ وفاقي پارلماني سېكرټري دا خبره په پېنډۍ كښې په وقار النساء پوسټ ګرېجويټ کالج كښې د بېرغ هسك كولو دستورې ته خپله وېنا كښې وكړه۔ په دې موقع د قامي اسبملۍ غړې طاهره اورنګزيب، انجينئر قمر الاسلام راجه، د پېنډۍ کمشنر انجينئر عامر خټك، ډپټي کمشنر ډاکټر حسن وقار چيمه، ايډيشنل ډپټي کمشنر ، اسسټنټ کمشنر، د کالج پرنسپل، استاذان، زده كوٶنكي او د سول سوسائټۍ شخصيات هم موجود وو۔ په دې موقع بيرسټر دانيال چوهدري قام له د آزادۍ په 78مه كليزه مباركي وركړه۔ د دستورې په پايه كښې د هېواد پرمختګ او سوكالۍ لپاره خاص دعاګانې هم وكړې شوې











