د بلوچستان وزيراعلی د اسمبلۍ په انګڼ كښې قامي بيرغ هسك كړو

کوئټه 14 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې بلوچ قام په هره سخته كښې د هېواد دفاع كړې٬ د ګوادر نه تر ژوب ګرد ولايت كښې د آزادۍ جشن په جوش او جذبه لمانځلې كېږي٬ ژوندي قامونه هم داسې خپل قامي تهوارونه لمانځلي٬ يو موټې ترهګر د بلوچ د رواياتو خلاف ورزۍ كوي٬ بې ګناه مېرمنې٬ ماشومان او مسافر په نښه كول د …

کوئټه 14 اګست (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلی مير سرفراز بګټي وئيلي دي چې بلوچ قام په هره سخته كښې د هېواد دفاع كړې٬ د ګوادر نه تر ژوب ګرد ولايت كښې د آزادۍ جشن په جوش او جذبه لمانځلې كېږي٬ ژوندي قامونه هم داسې خپل قامي تهوارونه لمانځلي٬ يو موټې ترهګر د بلوچ د رواياتو خلاف ورزۍ كوي٬ بې ګناه مېرمنې٬ ماشومان او مسافر په نښه كول د قبائيلي اقدارو منافي دي٬ د ترهګرۍ خاتمې لپاره به پارلمان له مشري كول وي او ټولو طبقو له به دا لعنت ختمول وي ٬ ځايي اولس عمر له ترهګر مسترد كړي٬ د ترهګرو او بدامنۍ د خاتمې وخت نزدے دې٬ په بلوچستان كښې به د امن لمر څېره ووهي۔ دا خبرې ده د اسمبلۍ په انګڼ كښې د پاكستان د آزادۍ 78مه كليزې په موقع قامي بېرغ هسك كولو په مهال دستورې ته خپله وېنا كښې وكړې۔ په دې موقع سپيکر کېپټن(ر) عبدالخالق اچکزئي ،اپوزيشن ليډر مير يونس عزيز زهري ،صوبائي وزيران او د اسمبلۍ غړي مير سليم احمد کھوسه ،ميرعاصم کرد ګيلو،راحيله حمېد دراني ،بخت اېم کاکړ، حاجي ولي محمد نورزئي ،نسيم الرحمٰن ملاخيل، کلثوم نياز بلوچ، رحمت صالح بلوچ، خير جان بلوچ، مير زابد ريکي ، د بلوچستان چيف سيکرټري شکيل قادر خان، لنډمهاله آئي جي پوليس بلوچستان سعيد وزير، د اسمبلۍ سېکرټري طاهر شاه کاکړ او نورو سره سره سول او عسكري چارواكي هم موجود وو۔ د قامي بېرغ هسك كولو نه وړاندې قامي سرود هم وغږولے شو

مزید خبریں