نيو يارك۔ 13 اګست(اےپي پي) د روس او امرېكې د صدور ملاقات به د جمعې په ورځ د امرېكې په الاسكا ولايت په اينكرج ښار كښې د امرېكائي پوځ او د ائير فورس په شريك بېس المنډورف رچرډسن كېږي۔ سي اين اين د سپيني ماڼۍ چارواكو تر مخه ووئېل د دواړو هېوادونو د مشرانو ملاقات لپاره اينكرج ٬ جونيا او فيئر بېنكس ځايونه غوره كړے شوي وو په كومو كښې …
د روس او امرېكې صدور ملاقات به د جمعې په ورځ د امرېكې په الاسكا ايالت كښې پوځي بېس ايلمنډورف – رچرډسن باندې كېږي

مزید خبریں
نيو يارك۔ 13 اګست(اےپي پي) د روس او امرېكې د صدور ملاقات به د جمعې په ورځ د امرېكې په الاسكا ولايت په اينكرج ښار كښې د امرېكائي پوځ او د ائير فورس په شريك بېس المنډورف رچرډسن كېږي۔ سي اين اين د سپيني ماڼۍ چارواكو تر مخه ووئېل د دواړو هېوادونو د مشرانو ملاقات لپاره اينكرج ٬ جونيا او فيئر بېنكس ځايونه غوره كړے شوي وو په كومو كښې چې د اينكرج انتخاب وكړے شو۔د امرېكې صدر ډونلډ ټرمپ په 8 اګست اعلان كړے ؤ چې زما په 15 اګست په الاسكا كښې د روسيه صدر سره ملاقات متوقع دے۔ دغې نه پس د روسيه صدر مرستيال يوري اوشاك د دې منصوبې تصديق كولو سره ووئېل د مشرانو په ملاقات كښې به په يوكرېن كښې د روان جنګ امناكه او تل پاتي حل ته پام ګرځولې شي۔









