د پاكستان 78مه د آزادۍ ورځ او جشن معركه حق به نن په جوش او ولولې سره لمانځلې شي

فيصل آباد 13 اګست (اے پي پي)د پاكستان 78مه د آزادۍ ورځ او جشن معركه حق به نن د زيارت په ورځ د اګست په 14مه نيټه په قامي جوش او جذبې سره لمانځلې شي ٬ په دې موقع به سهار 08:58 بجې سائرن غږولے شي او د يوې دقيقې خاموشي به اختيارولې شي د دې نه پس به بيرغ هسك كول او قامي سرود غږيږي ۔فيصل آباد كښې به …

فيصل آباد 13 اګست (اے پي پي)د پاكستان 78مه د آزادۍ ورځ او جشن معركه حق به نن د زيارت په ورځ د اګست په 14مه نيټه په قامي جوش او جذبې سره لمانځلې شي ٬ په دې موقع به سهار 08:58 بجې سائرن غږولے شي او د يوې دقيقې خاموشي به اختيارولې شي د دې نه پس به بيرغ هسك كول او قامي سرود غږيږي ۔فيصل آباد كښې به د جشن آزادۍ پاكستان مركزي دستوره سهار 8 بجې كمشنرز كمپليكس فيصل آباد كښې كيږي چې پكښې به د فيصل آباد كمشنر مريم خان٬ريجنل پوليس افسر ذيشان اصغر٬ډپټي كمشنر نديم ناصر٬سټي پوليس افسر٬چيف ټرافېك افسر ناصر جاويد٬ډويژنل او ضلعې انتظاميه ٬پوليس او د نورو محكمو افسران٬ د تحريك پاكستان كاركنان او د سول سوسائټۍ د مختلف مكاتب فكر سره تعلق لرونكې وګړي په لويه شمېره ګډون كوي۔په دې موقع به پوليس٬سول ډيفنس او رېسكيو 1122 ډلې مارچ پاسټ او سلامي وړاندې كوي۔د دې څخه وړاندې به د سهار مونځ نه پس په لويو جوماتونو كښې قرآن خواني او د هېواد او قام پرمختګ او خوشحالۍ لپاره به خاص دعاګانې غوښتلې شي۔

مزید خبریں