اسرائيل سره د جنګ په مهال د 21 زره نه زيات مشتبه كسان ونيول شول ٬ ايران

تهران۔ 13 اګست (اےپي پي) د ايران پوليس وئېلي دي هغوي په جون مياشت كښې د اسرائيل او ايران 12 ورځني جنګ په مهال د 21 زره نه زيات كسان ونيول۔ د العبريه تر مخه د پوليس وياند جنرل سعيد منتظر المهدي ووئېل ګرفتارۍ د اولس په اګاهۍ شوي او دې څخه د امنيت وركړې په اړه د خلقو د اعلې شعور ٬ پوهې او شركت څرګندونه كېږي۔هغه ووئېل د …

تهران۔ 13 اګست (اےپي پي) د ايران پوليس وئېلي دي هغوي په جون مياشت كښې د اسرائيل او ايران 12 ورځني جنګ په مهال د 21 زره نه زيات كسان ونيول۔ د العبريه تر مخه د پوليس وياند جنرل سعيد منتظر المهدي ووئېل ګرفتارۍ د اولس په اګاهۍ شوي او دې څخه د امنيت وركړې په اړه د خلقو د اعلې شعور ٬ پوهې او شركت څرګندونه كېږي۔هغه ووئېل د 260 نه زيات كسان د څارنګړۍ په شك كښې او نور 172 كسان د غېر قانوني فلم بندۍ په تور نيولې شوي۔ د 13 نه تر 24 جون پورې روان جنګ كښې په ټول هېواد كښې 1000 نه زياتې پوستې جوړې كړې شوي۔ دا وړومبۍ موقع وه چې ايران د جنګ په مهال د كړو ګرفتاريو ټوله شمېره رامخې ته كړې ده

مزید خبریں