تهران۔ 8 اګست (اے پي پي) امرېكې په ايران د نوو بندېزونو لګولو د منظورۍ اعلان كړے دے ۔ د العربيه تر مخه په دغه بندېزونو كښې 18 ادارې او كسان شامل دي د چا په حقله جې د امرېكې خزانې محكمې وئېلي دي هغه په داسې مالي او تكنېكي نېټ وركس كښې ملوث دي كوم چې د ايران حكومت د امرېكې د بندېزونو نه ساتلو ٬ د كورني جبر …
امرېكې د ايران په 18 ادارو او شخصيات نوي بندېزونه ولګول

مزید خبریں
تهران۔ 8 اګست (اے پي پي) امرېكې په ايران د نوو بندېزونو لګولو د منظورۍ اعلان كړے دے ۔ د العربيه تر مخه په دغه بندېزونو كښې 18 ادارې او كسان شامل دي د چا په حقله جې د امرېكې خزانې محكمې وئېلي دي هغه په داسې مالي او تكنېكي نېټ وركس كښې ملوث دي كوم چې د ايران حكومت د امرېكې د بندېزونو نه ساتلو ٬ د كورني جبر مالي معاونت كوونكې او د پاسداران انقلاب او د هغوي ايجنټانو ته مالي مرسته وركوي۔ په دغه بندېزونو كښې متبادل مالياتي نېټ وركس هم شامل دے۔ په دې نېټ وركس كښې سي آئي ايم ايس سسټم كوم چې آر يو اين سي كمپنۍ د ايس ډبليو آئې ايف ټي سسټم نظر انداز كولو او د ايران د چين د كنلون بېنك غوندې بندېزونو لرونكو بېنكونو سره تړولو لپاره رامخې ته كولو كښې هم شامل ؤ ۔ به دغې بندېزونو كښې سائرس بېنكم هم شامل دے كوم چې يو پټ آف شور بېنك دے كوم چې په كېش جزيره د ايران مركزي بېنك سره د تعلق ظاهرولو نه غېر د حكومت بهر هېوادونو كښې د خريدارو مالي معاونت لپاره جوړ كړے شوے ؤ ٬ دا ټول د امرېكې د خزانې محكمې په وېب پاڼه كتلې كېدے شي۔









