ملګري ملتونه ۔8 اګست(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي په غزه كښې قحط او د خوراك كمي له امله تباهي كونكې وضعه رامخې ته شوې ده۔ د امارات نيوز ايجنسۍ وام له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش دوهم وياند فرحان حق ووئيل په غزه كښې لوږې او د خوراك كمي د اولس ژوند زيات اغېزمند كړے دے۔ ده ووئيل د غزه روغتونو ته له ګنجائش …
په غزه كښې د قحط او خوراك كمي له امله تباهي كونكې وضعه رامخې ته شوې : ملګري ملتونه

مزید خبریں
ملګري ملتونه ۔8 اګست(اے پی پی) ملګرو ملتونو وئيلي دي په غزه كښې قحط او د خوراك كمي له امله تباهي كونكې وضعه رامخې ته شوې ده۔ د امارات نيوز ايجنسۍ وام له مخې د ملګرو ملتونو د عمومي سېكتر انتونيو ګوترېش دوهم وياند فرحان حق ووئيل په غزه كښې لوږې او د خوراك كمي د اولس ژوند زيات اغېزمند كړے دے۔ ده ووئيل د غزه روغتونو ته له ګنجائش څخه زيات رنځوران راوړلې شوي چرته چې رنځوران په زمكه يا سړكونو پراته دي۔ ده خبردارے وركړو چې كه په دې صورتحال قابو ونه موندلے شو نو روانه وضعه په يوه لويه بشري پېښه بدلېدې شي۔ فرحان حق زياته كړه چې په غزه كښې حالات تباهي كونكې كچې څخه هم وړاندې تللې دي او د ورځې په بنياد په درځنونو كسان مړه او ژوبل كيږي٬ هغه د مرستې قافلو په لارو كښې وي يا په خپلو كورونو كښې وي









