ملګري ملتونه 08 اګست (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې پاکستان د ختيزې افريقې په ساحلي منطقه كښې د ترهګرۍ خاتمې لپاره په جامع تګلاره خپلولو زور راٶړلو سره وئيلي دي يوازې د طاقت په كارولو امن ممكن نه دے، دې لپاره به د ترهګرۍ بنيادي اسباب ختمول وي۔ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په غونډه كښې د پاکستان استازي آصف خان ووئيل ذكر شوې منطقه كښې امن …
پاکستان د افريقه په ساحل د ترهګرۍ د بنيادي اسبابو په خاتمې زور راوړ

مزید خبریں
ملګري ملتونه 08 اګست (اے پي پي) په ملګرو ملتونو كښې پاکستان د ختيزې افريقې په ساحلي منطقه كښې د ترهګرۍ خاتمې لپاره په جامع تګلاره خپلولو زور راٶړلو سره وئيلي دي يوازې د طاقت په كارولو امن ممكن نه دے، دې لپاره به د ترهګرۍ بنيادي اسباب ختمول وي۔ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل په غونډه كښې د پاکستان استازي آصف خان ووئيل ذكر شوې منطقه كښې امن لپاره سيمه ايزې مرستې او مشتركه امنيتي نظام ته اړتيا ده ۔ هغه ووئيل ترهګر تيظيمونه لكه “جماعة نصرت الاسلام والمسلمين” او “داعش ساحل ګروپ” خپلې كاروائۍ په تندۍ سره خپروي او د پولې بل اړخ ته بريدونه او جرائم پېشه نېټ ورك سره اړيكې زياتوي۔ آصف خان خبردارے وركړو چې د دې ترهګرو ډلو لخوا د ډرون او ديسي ساخته بمونو په استعمال كښې اضافه تشويشناك ده۔ هغه ووئيل سلامتي کونسل له پكار دي چې ھغه د ملګرو ملتونو امن مشنز د لارې په منطقه كښې امن لپاره نور كردار ولوبوي۔









