ملګرو ملتونو 08 اګست (اے پي پي) ملګرو ملتونو اسرائيل څخه په غزه د قبضې منصوبه په سمدستي توګه د بندولو غوښتنه كړې ده٬ د اے اېف پي له مخې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولرترك د جمعې په ورځ ووئيل د مقبوضه غزه په پټۍ د مكمل پوځي قبضې لپاره د اسرائيلې حكومت منصوبه په سمدستي توګه بندول غواړو۔ ده ووئيل دا منصوبه د نړيوال عدالت د …
ملګرو ملتونو اسرائيل څخه په غزه د قبضې منصوبه سمدستي د بندولو غوښتنه وكړه

مزید خبریں
ملګرو ملتونو 08 اګست (اے پي پي) ملګرو ملتونو اسرائيل څخه په غزه د قبضې منصوبه په سمدستي توګه د بندولو غوښتنه كړې ده٬ د اے اېف پي له مخې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو مشر وولرترك د جمعې په ورځ ووئيل د مقبوضه غزه په پټۍ د مكمل پوځي قبضې لپاره د اسرائيلې حكومت منصوبه په سمدستي توګه بندول غواړو۔ ده ووئيل دا منصوبه د نړيوال عدالت د ھغه پرېكړې په ضد ده چې پكښې وئيلي شوې وٶ چې اسرائيل له زر تر زره خپله قبضه ختمول پكار ده دغسې چې په دوه رياستي حل اتفاق ممكن شي او فلسطينيانو ته د دوي د خپلواكۍ حق وركړے شي۔ ده زياته كړه چه اسرائيل له د دې په ځاے د بشري همدردۍ په بنياد د مرستې بشپړ او د خنډ نه غېر رسنې اجازه وركول پكار ده او د فلسطين وسله والو ډلو له د ېرغمال شوو په غېر مشروط توګه خوشې كول پكار دي۔ ده ووئيل دغسې اسرائيل بايد نيولي شوې فلسطينيان خوشي كړي۔









