تهران 08 اګست (اے پی پی) د ایران رهبر اعلیٰ آیت الله علی خامنه ای علی لاریجانی په سپریم نېشنل سکیورټی کونسل كښې خپل نمائنده مقرر کړے دے۔العربیه له مخې اعلیٰ آیت الله علی خامنه ای يو فرمان كښې علی لاریجانی په اعلیٰ قامي سکیورټی کونسل كښې خپل نمائنده مقرر کړے دے ۔د دې تقررۍ نه پس لاریجانی له په کونسل كښې باقاعده رکنیت او د ووټ وركولو اختیار لري …
علی خامنه ای علی لاریجانی په سپریم نېشنل سکیورټی کونسل كښې خپل نمائنده مقرر کړو

مزید خبریں
تهران 08 اګست (اے پی پی) د ایران رهبر اعلیٰ آیت الله علی خامنه ای علی لاریجانی په سپریم نېشنل سکیورټی کونسل كښې خپل نمائنده مقرر کړے دے۔العربیه له مخې اعلیٰ آیت الله علی خامنه ای يو فرمان كښې علی لاریجانی په اعلیٰ قامي سکیورټی کونسل كښې خپل نمائنده مقرر کړے دے ۔د دې تقررۍ نه پس لاریجانی له په کونسل كښې باقاعده رکنیت او د ووټ وركولو اختیار لري ، كوم چې هغه ته د تهران په اعلیٰ كچه پريكړه كولو نظام كښې د لا مستحکميدو مقام وركوي۔دا تقرری د ایران صدر مسعود بزشکیان د اړخه د علي لاریجانی د کونسل سیکرټری جنرل مقرر کولو نه پس رامخې ته شوې ده ۔ دغسې اوس لاریجاني به په يو وخت د رهبر اعلیٰ نمائنده او د کونسل سیکرټري جنرل په دواړو چوكو كار كوي۔









