د غزه صورتحال د فلسطين مسئلې منظمه نسل كشي ده ٬ مصر

قاهره۔ 6 اګست (اےپي پي) مصر وئېلې دي په غزه كښې چې څه كېږي هغه د فلسطين مسئلې ختمولو لپاره منظمه نسل كشي ده۔ د العربيه تر مخه د مصر صدر عبدافتاح السيسي په قاهر كښې د ويتنام صدر لونګ كونګ سره شريك پرېس كانفرنس كښې ووئېل تاريخ به د ځېنې هېوادونو د غزه په حقله د هغوي په موقف لرلو احتساب كوي ۔ مصري صدر ووئېل د رفح سرحدي …

قاهره۔ 6 اګست (اےپي پي) مصر وئېلې دي په غزه كښې چې څه كېږي هغه د فلسطين مسئلې ختمولو لپاره منظمه نسل كشي ده۔ د العربيه تر مخه د مصر صدر عبدافتاح السيسي په قاهر كښې د ويتنام صدر لونګ كونګ سره شريك پرېس كانفرنس كښې ووئېل تاريخ به د ځېنې هېوادونو د غزه په حقله د هغوي په موقف لرلو احتساب كوي ۔ مصري صدر ووئېل د رفح سرحدي لاره بنده شوې نه ده ٬ بلكه دغه څلور وارې تباه كړې شوه۔ هغه ووئېل د مصر د اړخه د دغې لارې بحالۍ له كار شوے دے۔ د مصر صدر زياته كړه د رفح د كراسنګ هغه برخه چرته چې د اسرائيل كنټرول دے ٬ هم هغه د مرستې ورسولو كښې خنډ ګرځي۔ هغه خبردارے وركړو جې د فلسطنيانو جبري هجرت به ونه زغملے شي ۔

مزید خبریں