د كشمير مسئله دې د ملګرو ملتونو د منشور ٬ د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې حل كړې شي: چين

بیجنګ۔6 اګست (اے پی پی) چين يو وارې بيا د كشمير په مسئله خپل ښكاره او مستقل دريځ تكرارولو سره وئيلي دي د ملګرو ملتونو د چارټر او د سلامتي كونسل قراردادونو او دوه اړخيزه لوظنامو له مخې دې د كشمير مسئله په مناسب او سوله ايز ډول حل كړې شي۔ دا خبره د چين د خارجه وزارت وياند د شورو په ورځ د جمو وكشمير حېيثيت په اړه د …

بیجنګ۔6 اګست (اے پی پی) چين يو وارې بيا د كشمير په مسئله خپل ښكاره او مستقل دريځ تكرارولو سره وئيلي دي د ملګرو ملتونو د چارټر او د سلامتي كونسل قراردادونو او دوه اړخيزه لوظنامو له مخې دې د كشمير مسئله په مناسب او سوله ايز ډول حل كړې شي۔ دا خبره د چين د خارجه وزارت وياند د شورو په ورځ د جمو وكشمير حېيثيت په اړه د هند د يو اړخيزه او غېر قانوني اقدامات د 6 كلونو ترسره كېدو په موقع وكړه۔ ده ووئيل د كشمير مسئله دې د ملګرو ملتونو د چارټر او د سلامتي كونسل د قراردادونو او دوه اړخيزه لوظنامو له مخې په مناسب او سوله ايز ډول حل كړې شي۔ ده په اړوندو فريقو زور راوړو چې هغوي يو اړخيزه اقدامات څخه ډډه وكړي كومو سره چې صورتحال لا پېچلے كيږي۔ ده ووئيل په 5 اګست 2019 د نرېندر مودي په مشرۍ كښې هندي حكومت د جمو وكشمير په اړه د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو او نړيوال قانون خلاف ورزي كولو سره د آرټیکل 370 او 35-A ختم كړو او د كشمير ځانګړے حېثيت يۍ بدل كړو۔ د چين وياند ووئيل د كشمير مسئلې په اړه د چين دريځ مستقل او ښكاره دے۔ د چين دا بيان په يو داسے وخت كښې راغلے دے كله چې ټول پاكستاني اولس 5 اګست د كشمير د استحصال ورځې په توګه ولمانځلو۔ دا ورځ د 5 اګست هندي اقداماتو په ضد لمانځلې شي۔ د كشمير په مسئله د چين دريځ د پاكستان د دريځ د پرله پسې ملاتړ او د پخوانۍ شخړې د سوله ايز حل غوښتنې عكاسي كوي۔ د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل مستقل غړي په حېث چين تل سيمه ايز استحكام ته ودې وركولو او د نړيوالو اصولو په ځائے ساتلو كښې بنيادي كردار ترسره كړے دے

مزید خبریں