د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل دې په غزه كښې د اسرائيل وحشيانه جنګ او د فلسطينيانو په خاص توګه د كوچنيانو ستونزې ختمولو له سمدستي اقدامات وكړي: پاكستان

ملګري ملتونه ۔6 اګست(اے پی پی) پاکستان په غزه كښې د وضعې پرله پسې لا ناوړه كېدو وروستو د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه غوښتنه كړې چې هغه د د اسرائيل وحشيانه جنګ او د فلسطيني وګړو په خاص توګه د كوچنيانو ستونزې ختمولو له سمدستي اقدامات وكړي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد تېره ورځ په 15 كسيز سلامتي كونسل كښې د …

ملګري ملتونه ۔6 اګست(اے پی پی) پاکستان په غزه كښې د وضعې پرله پسې لا ناوړه كېدو وروستو د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل څخه غوښتنه كړې چې هغه د د اسرائيل وحشيانه جنګ او د فلسطيني وګړو په خاص توګه د كوچنيانو ستونزې ختمولو له سمدستي اقدامات وكړي۔ دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد تېره ورځ په 15 كسيز سلامتي كونسل كښې د منځني ختيز په صورتحال راجوړه كړې مباحثه كښې خپل خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل په غزه كښې روان اسرائيلي جنګ تر ټولو زيات زيان وګړو ته رسولے دے۔ بې درېغه وژنه ٬ ټول وګړي د لوږې د لارې وژل ٬ محصور وګړو ته اجتماعي سزا وركول دا ټول هېڅ جواز نه لري۔ دا اقدامات كه يو اړخ ته په اخلاقي توګه د قبلولو وړ نه دي نو بل اړخ ته دا د جنېوا كنونشنز په شمول د انصاف نړيوال عدالت د ښكاره اقدامات سنګينې خلاف ورزۍ دي۔ پاكستاني استازي د اسرائيلي يرغمل شوو كسانو د خوشې كولو غوښتنه هم وكړه۔ ده ووئيل په غزه كښې په روان اسرائيلي جنګ كښې 60 زره فلسطينيان شهيدان شوي دي۔ په كومو كښې چی 18 زره 500 كوچنيان دي۔ ده دا خبره په ګوته كړه چې نزدې 9,500 فلسطینی وګړي په كومو كښې چې د سوونو په شمېر كوچنيان او مېرمنې شاملې دي دا مهال په اسرائيلي زندانونو كښې پراته دي۔ ده ووئيل د اسرائيلي محاصرې د لاسه د 93 كوچنيانو په شمول 175 فلسطيني وګړي د لوږې د لاسه شهيدان شوي دي۔ ده ووئيل مئي څخه تر دې دمه 1200 څخه زيات فلسطينيان د مرستې ترلاسه كولو په مهال شهيدان كړے شوي دي۔ پاكستاني استازي ووئيل د وګړو په ضد دا جنګ بايد ختم كړے شي۔ ده ووئيل پاكستان فوري او په غېر مشروط توګه د مستقل جنګ بندۍ ٬ د اسرائيلي پوځ وتلو ٬ د يرغمل شوو د خوشې كولو او د مرستې سامان د پرله پسې رسنې باوري كولو غوښتنه كوي ۔ د مصر، قطر او امریکا په ثالثۍ كښې د جنګ بندۍ لوظنامې په اولني پړاؤ كښې 33 يرغمل شوي خوشې كړې شول خو د اسرائيل لخوا په يو اړخيزه توګه د جنګ بندۍ لوظنامې معطل كولو له امله نور يرغمل شوي خوشې نه شول۔ ده ووئيل مونږ د سلامتي كونسل په قرارداد 2735 د بشپړ عملدرآمد غوښتنه كوو۔ پاکستانی استازي ووئيل په فلسطین خاوره د اسرائيل قبضه غېر قانوني ده٬ تر كومې چې دا قبضه وي د امن راتلل مشكل دي۔ پاكستاني استازي د تلپاتي او عادلانه سياسي حل په حاجت زور راوړلو سره ووئيل تلپاتي امن لپاره ضروري ده چې د نړيوال قانون په بنياد د كال 1967 څخه په وړاندې پولو د فلسطين رياست جوړ كړے شي د كوم پلازمينه چې القدس الشريف وي۔ پاکستانی استازي ووئيل په اوسني نړيوال كنفرنس كښې د دوه رياستي حل ملاتړ وكړے شو٬ دا يو پېل دے او اوس بايد عملي ګامونه پورته كړې شي دغسې چې كلونو څخه راروان خونړے جنګ بند او ستونزې ختمې شي او په منځني ختيز كښې د تلپاتي امن بنياد كېښودلے شي

مزید خبریں