سرینګر۔5 اګست(اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخونو ٬ پاكستان او ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريان نن د كشمير استحصال ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي دغسې چې د هند د 5 اګست2019 غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات په ضد احتجاج ريكارډ كړے شي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د تورې ورځې لمانځلو غږ كل جماعتي حريت كنفرنس او نورو آزادي خوښوو تنظيمونو كړے دے۔ د …
كشميرېان نن د كشمير استحصال ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي: د حريت چيئرمين په مقبوضه جمو وكشمير كښې د هړتال او احتجاج غږ

مزید خبریں
سرینګر۔5 اګست(اے پی پی) د كنټرول لائن دواړو اړخونو ٬ پاكستان او ګرده نړۍ كښې مېشته كشميريان نن د كشمير استحصال ورځ د تورې ورځې په توګه لمانځي دغسې چې د هند د 5 اګست2019 غېر قانوني او يو اړخيزه اقدامات په ضد احتجاج ريكارډ كړے شي۔ د كشمير ميډيا سروس له مخې د تورې ورځې لمانځلو غږ كل جماعتي حريت كنفرنس او نورو آزادي خوښوو تنظيمونو كړے دے۔ د کل جماعتی حریت کنفرنس نظربند چیئرمېن مسرت عالم بټ د نوي ډيلي تهاړ زندان څخه په جاري يو پېغام كښې غږ كړے چې په مقبوضه سيمه كښې دې د بشپړ هړتال ٬ سول كرفيو او احتجاجي لاريونونو ويستلو اهتمام وكړے شي۔ ده ووئيل د 5 اګست د مودي حكومت د يو اړخيزه اقدامات مقصد جمو وكشمير په زبردستۍ ضم كول او د دې مسلم اكثريتي تشخص ختمول وؤ۔ په زندان كښې نظر بند حريت لارښود بلال صدیقی ووئيل د ملګرو ملتونو په قراردادونو عملدرآمد د كشمير شخړې سوله ايز حل دے۔









