د سعودي ولي عهد سره د کویت وزیراعظم ملاقات ، د دوه اړخيزه اړيكو په وده خبرې

ریاض۔5اګست (اے پي پي ) د سعودي عرب ولي عهد او وزیراعظم شهزادہ محمد بن سلمان سره د کویت وزیراعظم شیخ احمد عبداللہ الاحمد الصباح ملاقات وكړو او د دوه اړخيزه اړيكو په وده يې خبرې اترې وكړې ۔ د سعودي پریس ایجنسۍ تر مخه ملاقات کښې دواړو لارښودو د ورونړو هېوادونو تر مينځه د تاریخي اړيكو ، د دوه اړخيزه مرستې، د بېلا بېلو څانګو تر مينځه د مرستې …

ریاض۔5اګست (اے پي پي ) د سعودي عرب ولي عهد او وزیراعظم شهزادہ محمد بن سلمان سره د کویت وزیراعظم شیخ احمد عبداللہ الاحمد الصباح ملاقات وكړو او د دوه اړخيزه اړيكو په وده يې خبرې اترې وكړې ۔ د سعودي پریس ایجنسۍ تر مخه ملاقات کښې دواړو لارښودو د ورونړو هېوادونو تر مينځه د تاریخي اړيكو ، د دوه اړخيزه مرستې، د بېلا بېلو څانګو تر مينځه د مرستې زياتولو د لارو چارو جاج واغست ۔دواړو وزيراعظمانو د شرېكې خوښې په ګڼو چارو هم خبرې وكړې ۔ په دې مهال کویت كښې د سعودي سفیر شهزادہ سلطان بن سعد ، وزیر مملکت او د کابینه غړے شهزادہ ترکی بن محمد او نور چارواكي هم موجود وو ۔

مزید خبریں