د پاكستان د سلامتي كونسل د مشرۍ اختتام٬ د سفير عاصم افتخار احمد لخوا د دستورې تابيا

نيويارك 01 اګست (اےپي پي)په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د سلامتي كونسل د جولائي مياشتې لپاره د پاكستان د مشرۍ مودې په اختتام يوه غوره د هر كلي دستوره وكره۔په دستوره كښې په ملګرو ملتونو كښې د سفارتي مشنز مشران٬اعلٰی يو اين چارواكو ٬نوموړو شخصيات او سينئر خبريالانو په لويه شمېره ګډون وكړو ۔د پاكستان پخواني مستقل استازي منير اكرم هم په دستوره كښې …

نيويارك 01 اګست (اےپي پي)په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي عاصم افتخار احمد د سلامتي كونسل د جولائي مياشتې لپاره د پاكستان د مشرۍ مودې په اختتام يوه غوره د هر كلي دستوره وكره۔په دستوره كښې په ملګرو ملتونو كښې د سفارتي مشنز مشران٬اعلٰی يو اين چارواكو ٬نوموړو شخصيات او سينئر خبريالانو په لويه شمېره ګډون وكړو ۔د پاكستان پخواني مستقل استازي منير اكرم هم په دستوره كښې ګډون وكړو ۔سفير عاصم افتخار احمد په دستوره كښې د ګډون كوونكو ټولو مېلمنو مننه وكړه او د پاكستان سلامتي كونسل مشرۍ په مهال يې د هغوي مرسته وستائېله۔ده په خاص توګه د پخواني سفير منير اكرم په ګډون هم د هغه مننه وكړه۔پاكستان”مينځني ختيز صورتحال پشمول د فلسطين په مسئله” د سلامتي كونسل د درې مياشتنيزې مباحثې هم مشري وكړه۔ د ټولو اعلٰی كچ غونډو مشري نائب وزيراعظم او خارجه وزير سينيټر اسحاق ډار وكړه۔

مزید خبریں