اسم محمد په انګلېنډ او ويلز كښې پرله پسې په دوېم كال هم د ماشومانو تر ټولو مقبوله نامه پاتې شوه٬ راپور

لندن۔ 01 اګست (اے پي پي) اسم محمد په انګلېنډ او ويلز كښې پرله پسې په دويم كال هم د ماشومانو لپاره تر ټولو مقبوله نامه ګرځولې شوې ده۔ د اردو نيوز د برطانيي د شماريات ادارې تر مخه ووئېل اسم محمد كوم چې د 1980 د لسيزې په مينځ كښې په ټاپ 100 نامو كښې شامل ؤ ٬ په كال 2024 كښې دا نامه د 5 زره 721 كوچنيانو …

لندن۔ 01 اګست (اے پي پي) اسم محمد په انګلېنډ او ويلز كښې پرله پسې په دويم كال هم د ماشومانو لپاره تر ټولو مقبوله نامه ګرځولې شوې ده۔ د اردو نيوز د برطانيي د شماريات ادارې تر مخه ووئېل اسم محمد كوم چې د 1980 د لسيزې په مينځ كښې په ټاپ 100 نامو كښې شامل ؤ ٬ په كال 2024 كښې دا نامه د 5 زره 721 كوچنيانو لپاره كیښودلې شوه كومه چې د كال 2023 په مقابل كښې 23 فيصد زياته ده۔ دا په فهرست كښې 21 مه تر ټولو مقبوله نامه وه او په 53 لمبر وه۔ په 2024 كښې په انګلېنډ او ويلز كښې د هلكانو لپاره په نورو مقبولو نامو كښې يوسف په 69 لمبر ٬ موسې په 73 لمبر ٬ ابراهيم په 76 لمبر٬ او يحيې په 93 لمبر شاملې وې۔ په ټاپ 100 كښې د انجونو لپاره په مسلمه نامو كښې لېلې په 56 لمبر ٬ مريم په 57 لمبر او فاطمه په 76 لمبر شامله وه۔

مزید خبریں