کاناډا په سمتبر كال 2025 كښې د فلسطين رياست تسليمولو اعلان

اوټاوا 31 جولائي (اے پي پي) کاناډا سږ كال په ستمبر كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په كلنه غونډه كښې د فلسطيني رياست تسليمولو اراده لري۔ د اے اېف پي له مخې د کاناډا وزيراعظم مارك کارني وئيلي دي دا اقدام د اسرائيل فلسطين شخړې دوه رياستي حل اميدونه په ځاے ساتلو لپاره ضروري دے٬ دا د ډېرې مودې راهسې د كاناډا مقصد دے كوم چې زمونږ د …

اوټاوا 31 جولائي (اے پي پي) کاناډا سږ كال په ستمبر كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په كلنه غونډه كښې د فلسطيني رياست تسليمولو اراده لري۔ د اے اېف پي له مخې د کاناډا وزيراعظم مارك کارني وئيلي دي دا اقدام د اسرائيل فلسطين شخړې دوه رياستي حل اميدونه په ځاے ساتلو لپاره ضروري دے٬ دا د ډېرې مودې راهسې د كاناډا مقصد دے كوم چې زمونږ د سترګو په وړاندې دے۔ ده زياته كړه چې کاناډا سږ كال په ستمبر كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په كلنه غونډه كښې د فلسطيني رياست تسليمولو اراده لري٬ د يادونې وړ ده د فرانس او برتانيه نه وروستو كاناډا د نړۍ درېم هېواد دے چا چې په ستمبر كښې د فلسطيني رياست د تسليمولو د ارادې څرګندونه كړې ده۔ د ميډيا په پوښتنه چې د ملګرو ملتونو د غونډې نه وړاندې يوه داسې منظرنامه شته چرته چې كاناډا خپل موقف بدلولې شي په ځواب كارني ووئيل دا منظر نامه په ممنكه توګه داسې ده خو زه تصور هم نشم كولې چې دغه منظر به وي۔ کارني د صدر محمود عباس په مشرۍ كښې د حكومتي ادارې حواله وركولو سره ووئيل د محمود عباس په 2026 كښې د ټولټاكنو كولو د لوظ هم ووئېلې وو۔ د دې نه وړاندې د فرانس صدر ايمانوئل ميکرون ووئيل فرانس به د ملګرو ملتونو د غونډې په مهال په رسمي توګه د فلسطين رياست تسليموي كوم چې د دا ډول اقدام اعلان كونكے د ټولو نه طاقتور اروپائي هېواد دے

مزید خبریں