د سعودي عربستان لخوا غزه لپاره په 6 ټركونو بار د مرستې سامان روان شو

ریاض۔30جولائی(اے پی پی) د سعودي عربستان لخوا غزه لپاره په 6 ټركونو بار د مرستې سامان روان كړے شو۔ د العربيه له مخې د مرستې دا سامان د خادم الحرمېن شريفېن شاه سلمان بن عبد العزيز د بشري خذمات مركزي دفتر لاندې غزه لپاره د سعودي اولسي كمپائن په لړ كښې لېږلے شي۔ دا ټركونه به د مصر د لارې غزه ته داخلېږي٬ چرته جې دا مهال سخت انساني بحران …

ریاض۔30جولائی(اے پی پی) د سعودي عربستان لخوا غزه لپاره په 6 ټركونو بار د مرستې سامان روان كړے شو۔ د العربيه له مخې د مرستې دا سامان د خادم الحرمېن شريفېن شاه سلمان بن عبد العزيز د بشري خذمات مركزي دفتر لاندې غزه لپاره د سعودي اولسي كمپائن په لړ كښې لېږلے شي۔ دا ټركونه به د مصر د لارې غزه ته داخلېږي٬ چرته جې دا مهال سخت انساني بحران روان دے۔ بلخوا سعودي كابينې د شاه سلمان بن عبد العزيز په مشرۍ كښې شوې غونډه كښې د دې هيلې څرګندونه وكړه چې د فرانس په مرسته كېدونكے د اعلی كچ نړيوال كنفرنس به د فسطين مسئلې سوله ايز حل او د فلسطيني رياست زر تر زره تسليمولو له مرستياله ثابت شي او دې سره به د دوه رياستي حل پلو د تللو لاره په متفقه توګه هواره شي۔ سعودي مشرتابه دا خبره په ډاګه كړه چې دا يوازې يو سياسي دريځ نه بلكې اصولي خبره ده چې آزاد فلسطين رياست جوړېدل په دې منطقه كښې د امن حقيقي كنجي ده۔

مزید خبریں