ملګري ملتونه ۔30جولائی(اے پی پی) سعودي عربستان او فرانس په ملګرو ملتونو كښې په خپله ګډه اعلاميه كښې د غزه جنګ په ختمولو او دوه رياستي حل زور راوړے دے۔ د اردو نيوز له مخې د فلسطين مسئلې د سوله ايز او دوه رياستي حل عملي كولو سره د ملګرو ملتونو په هېډكوارټر كښې د نړيوال كنفرنس پايې ته په رسېدو ’’نیویارک ډکلرېشن‘‘ جاري كړے شو۔ د كنفرنس مشري سعودي …
د غزه جنګ په ختمولو او دوه رياستي حل زور ٬ د سعودي عربستان او فرانس په كوربتوب كښې د نړيوال كنفرنس پايې ته په رسيدو’نیویارک ډکلريشن‘‘
ملګري ملتونه ۔30جولائی(اے پی پی) سعودي عربستان او فرانس په ملګرو ملتونو كښې په خپله ګډه اعلاميه كښې د غزه جنګ په ختمولو او دوه رياستي حل زور راوړے دے۔ د اردو نيوز له مخې د فلسطين مسئلې د سوله ايز او دوه رياستي حل عملي كولو سره د ملګرو ملتونو په هېډكوارټر كښې د نړيوال كنفرنس پايې ته په رسېدو ’’نیویارک ډکلرېشن‘‘ جاري كړے شو۔ د كنفرنس مشري سعودي عربستان او فرانس په ګډه كوله۔ د ګډې اعلاميه كښې په لنډه موده كښې اسرائيل سره د يو آزاد او خپلواكه فلسطيني رياست خاكه وړاندې كړې شوه په كومه كښې چې دواړو فريقېنو له د امن ضمانت وركولو خيال ساتلے شوے۔ د دې اعلاميې توثيق د نړيوالو همكارانو يو پراخه ګروپ وكړو كومو چې په كنفرنس كښې د وركنګ ګروپس مشري وكړه۔ په دې كښې برازیل، مصر، جاپان، آئرلېنډ او اروپائي ائتلاف شامل دي ۔ په اعلاميه كښې ووئيل شول په غزه كښې جنګ بايد اوس ختم كړے شي۔ په اعلاميه كښې خبردارے وركړے شو چې په روانه شخړه كښې د باور وړ امن لارې نشتوالے سيمه ايز او نړيوال استحكام لپاره سنګينه خطره رامخې ته كولې شي۔ د مصر ٬ قطر او امریکا په ثالثۍ كښې د جنګ بندۍ لوظنامې په عملي كولو زور راوړلے شو دغسې چې جنګ ختم كړے شي۔ د يرغمال شوو حفاظت سره خوشې كېدل او د اسرائيلي پوځ غزه څخه وتل ممكن كړے شي۔ په اعلاميه كښې د فلسطيني اتھارټي تر كنټرول لاندې د غزه او لوئيديزې غاړې په ري يونيفيكېشن زور راوړلے شو۔ په اعلاميه كښې ووئيل شول يوازې يو سياسي حل امن باوري كولې شي۔ د كال 1967 په پولو دوه رياستي حل لپاره د نړيوال ملاتړ پخلے وكړے شو په كوم كښې چې مقبوضه بېت المقدس د فلسطيني رياست پلازمينه وي۔ په اعلاميه كښې د غزه بيا ودانۍ لپاره د پراخه نړيوال ملاتړ لوظ وكړے شو٬ د عرب او او آئي سي د بحالۍ پلان توثيق او په مصر كښې د غزه بيا ودانۍ كنفرنس كولو اعلان وكړے شو۔ په اعلاميه لاس ليك كوؤنكو هېوادونو په اسرائيلي چارواكو زور راوړو چې هغه د تشدد لاره پرېږدي او دوه رياستي حل لپاره د يو ښكاره عزم څرګندونه وكړي۔ په اعلاميه كښې ووئيل شول دا يوه تاريخي موقعه ده ٬ اوس وخت راغلے دے چې جنګ ختم كړے شي٬ فلسطيني رياست دې جوړ كړے شي او د دواړو قامونو وقار او امن باوري كولو له دې يو پرېكنده او اجتماعي ګام پورته كړے شي











