مالټا په ستمبر كښې د فلسطين رياست تسليمولو اعلان وكړو

واليټا۔ 30 جولائي (اےپي پي) د مالټا وزيراعظم رابرټ ابېلا وئېلي دي زمونږ هېواد به ستمبر كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه كښې د فلسطين رياست تسليمولو اعلان كوي۔ د العربيه اردو تر مخه رابرټ ابېلا دا اعلان د برطانيي وزيراعظم كيئر سټارمر د اعلان نه څو ساعته پس وكړو او دغسې فرانس هم څو ورځې وړاندې د فلسطين رياست تسليمولو منصوبې اعلان كړے دے۔ رابرټ ابېلا په پېس …

واليټا۔ 30 جولائي (اےپي پي) د مالټا وزيراعظم رابرټ ابېلا وئېلي دي زمونږ هېواد به ستمبر كښې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه كښې د فلسطين رياست تسليمولو اعلان كوي۔ د العربيه اردو تر مخه رابرټ ابېلا دا اعلان د برطانيي وزيراعظم كيئر سټارمر د اعلان نه څو ساعته پس وكړو او دغسې فرانس هم څو ورځې وړاندې د فلسطين رياست تسليمولو منصوبې اعلان كړے دے۔ رابرټ ابېلا په پېس بك پوسټ كښې ووئېل زمونږ موقف په مينځني ختيز كښې د تل پاتي امن هلو ځلو لپاره زمونږ د عزم عكاسي كوي۔ ياد دې وي رابرټ ابېلا تر ټولو وړاندې په مئ كښې د فلسطين رياست تسليمولو منصوبې اعلانولو كښې وئېلې وو په جون كښې به د ملګرو ملتونو كانفرنس كېږي خو بيا هغه كانفرنس وځنډولے شو۔دغسې آئرلېنډ ٬ ناروے او سپېن هم په مئ كښې فلسطين د يو آزاد رياست په توګه د تسليمولو اعلان كړے دے۔