ماسکو ۔30جولائی(اے پی پی) د روسيه په ختيزه سيمه كښې سخته زلزله راغلې چې شدت يۍ په رېكټر سكېل 8.8 ريكارډ كړے شوے دے۔ د خبري اژانس اېسوسی اېټډ پرېس له مخې زلزلې څخه وروستو د قطبي اوقيانوس په ساحلي سيمو كښې د سونامي وارننګ جاري كړے شوے دے۔ د زلزلې د لاسه امريكائي رياستونو الاسكا او هوائي او دغسې جاپان ته هم د سونامي خطر خبردارے وركړے شوے ۔ …
په روسيه كښې سخته زلزله ٬ جاپان څخه د امريكې تر ساحلونو د سونامي خبردارے
ماسکو ۔30جولائی(اے پی پی) د روسيه په ختيزه سيمه كښې سخته زلزله راغلې چې شدت يۍ په رېكټر سكېل 8.8 ريكارډ كړے شوے دے۔ د خبري اژانس اېسوسی اېټډ پرېس له مخې زلزلې څخه وروستو د قطبي اوقيانوس په ساحلي سيمو كښې د سونامي وارننګ جاري كړے شوے دے۔ د زلزلې د لاسه امريكائي رياستونو الاسكا او هوائي او دغسې جاپان ته هم د سونامي خطر خبردارے وركړے شوے ۔ په هونولولو جزیره سائرن غږولو سره وګړو ته بره سيمو ته د تللو هدايت شوے۔ د جاپان د موسمیاتی ایجنسۍ له مخې د هېواد د مركزي جزيزو په قطب كښې د هوکائیډو په سوئيلي ساحل توكاچي كښې 40 سېنټی میټر ( يو فټ څخه زياتې) د سونامي چپې ريكارډ كړې شوې۔ په کامچټکا جزیرہ كښې د زلزلې مركز ته نزدې سيمو كښې د زيان او دغې ځاېے څخه د خلقو د وتلو اطلاعات دي۔ د كاناډا برټش كولمبيا صوبې ٬ امريكائي رياستونو واشنګټن او كېلېفورنيا پلو خپور ساحل سره اورېګون ته هم د سونامي د چپو رسېدو اندېښنه ښكاره كړې شوې ده











