د سعودي خارجه وزير د پرتګال او عراق خپل هم منصبو سره ملاقات٬ د فلسطين په مسئله خبرې

نيو يارك ۔30 جولائي (اے پي پي) د سعودي خارجه وزير فېصل بن فرحان سره نيو يارك كښې د ملګرو ملټونو په هيډ كوارټر كښې د پرتګال او عراق خپلو هم منصېبو ملاقات كړے دے۔ د اېس پي اے تر مخه د فلسطين مسئلې امناكه حل او د دوه رياستي حل د نفاذ په اړه د اعلې كچ نړيوال كانفرنس په مهال ملاقاتونه شوي دي۔ د پرتګال خارجه وزير پاولو …

نيو يارك ۔30 جولائي (اے پي پي) د سعودي خارجه وزير فېصل بن فرحان سره نيو يارك كښې د ملګرو ملټونو په هيډ كوارټر كښې د پرتګال او عراق خپلو هم منصېبو ملاقات كړے دے۔ د اېس پي اے تر مخه د فلسطين مسئلې امناكه حل او د دوه رياستي حل د نفاذ په اړه د اعلې كچ نړيوال كانفرنس په مهال ملاقاتونه شوي دي۔ د پرتګال خارجه وزير پاولو رينګل سره ملاقات كښې په دوه اړخيزه اړيكو ٬ بېلو څانګو كښې په مرسته او د پرمختګ په لارو جارو خبرې وشوې۔ د غزه پټۍ او د مغربي غاړې صورتحال سره د جنګ مخ نيوي او په غزه كښې د ستونزو خاتمې لپاره په روانو نړيوالو هلې ځلو هم خبرې اترې وشوې۔ د عراق نائب او خارجه وزير ډاكټر فواد حېن سره ملاقات كښې د دواړو هېوادونو تر مينځه د اړيكو جاج واغستلے شو۔ د منطقې په صورتحال او په دې حقله په كېدونكو هلو ځلو هم خيالاتو څرګندونه وشوه۔