جکارته ۔29جولائي (اے پي پي) د انډونیزيا آچے ولايت سره نزدې د 6.3 شدت زلزلې جهړقونه محسوس شول ۔ د شنهوا تر مخه د انډونېزيا د موسمیات ، موسمي تغیرات و ارضیاتي تحقیق محكمې (بی ایم کے جي ) تر مخه د زلزلې مرکز د آچے ولايت سبانګ ښار په شمال مغرب كښې 247 کلومیټره په سمندر كښې ؤ، جې ژوروالے يې يوازې 15 کلومیټره ریکارډ كړے شو ۔ د …
اندونیزيا كښې د 6.3 شدت زلزله
جکارته ۔29جولائي (اے پي پي) د انډونیزيا آچے ولايت سره نزدې د 6.3 شدت زلزلې جهړقونه محسوس شول ۔ د شنهوا تر مخه د انډونېزيا د موسمیات ، موسمي تغیرات و ارضیاتي تحقیق محكمې (بی ایم کے جي ) تر مخه د زلزلې مرکز د آچے ولايت سبانګ ښار په شمال مغرب كښې 247 کلومیټره په سمندر كښې ؤ، جې ژوروالے يې يوازې 15 کلومیټره ریکارډ كړے شو ۔ د محکمې تر مخه د زلزلې جھړقونه د آچے په صوبائي سر ښار باندا آچے او آچے بیسار كښې محسوس کړے شول ۔ دا شدت نسبتاً کم ؤ او د كوم لويې ځاني يا مالي زيان اطلاع تر لاسه نه شوه











