مونږ يو آزاد٬ پرمختللے او خپلواكه رياست غواړو۔ د فلسطين وزيراعظم

ملګري ملتونه 29 جولائي (اے پي پي) د فلسطين وزيراعظم محمد مصطفى په دې خبره زور راوړے چې د دوه رياستي حل په اړه بايد دا كنفرنس يو داسې مهم بدلون ثابت شي كوم چې بيانونه په رسمي توګه په عملي اقدامات بدل كړي۔ د العربيه له مخئ په ملګرو ملتونو كښې د "اسرائيل – فلسطين شخړه" دوه رياستي حل بيا فعاله كولو په اړه كنفرنس ته خپلې وېنا كښې …

ملګري ملتونه 29 جولائي (اے پي پي) د فلسطين وزيراعظم محمد مصطفى په دې خبره زور راوړے چې د دوه رياستي حل په اړه بايد دا كنفرنس يو داسې مهم بدلون ثابت شي كوم چې بيانونه په رسمي توګه په عملي اقدامات بدل كړي۔ د العربيه له مخئ په ملګرو ملتونو كښې د “اسرائيل – فلسطين شخړه” دوه رياستي حل بيا فعاله كولو په اړه كنفرنس ته خپلې وېنا كښې ده ووئيل مونږ يو آزاد٬ پرمختللے او خپلواكه رياست غواړو په كوم چې هر څوك وياړ لرلې شي۔ ده زياته كړه چې فلسطين د رياست په توګه تسليمول په اصل كښې امن٬ استحكام او په سلامتيا سرمايه كاري ده