واشنګټن۔ 28 جولائي (اے پي پي) د امرېكې مشي ګن ايالت په ټريورس ښار كښې په وال مارټ كښې د چاقو په وار يو سړي 11 كسان ژوبل كړي او يو كس مشتبه نيولے شوے دے۔ د اردو نيوز تر مخه د صحت څانګې وياند ميګن براؤون په سوشل مېډيا ووئېل تېره ورځ په وال مارټ سټور د چاقو په وار ژوبل شوي كسان روغتون ته منتقل كړے شول او …
امرېكا٬ په وال مارټ سټور د چاقو په وار يو سړي 11 كسان ژوبل كړل ٬ مشتبه كس ونيولے شو
واشنګټن۔ 28 جولائي (اے پي پي) د امرېكې مشي ګن ايالت په ټريورس ښار كښې په وال مارټ كښې د چاقو په وار يو سړي 11 كسان ژوبل كړي او يو كس مشتبه نيولے شوے دے۔ د اردو نيوز تر مخه د صحت څانګې وياند ميګن براؤون په سوشل مېډيا ووئېل تېره ورځ په وال مارټ سټور د چاقو په وار ژوبل شوي كسان روغتون ته منتقل كړے شول او هغوي له طبې مرسته وركولې شي۔ هغه د ژوبل شوو نور حالت بيان نه كړو۔ د مشن ګن پوليس د شېرف آفس وېنا ده د پیښې پلټنې روانې دي ۔ پوليس وګرو ته د سيمې نه د لرې پاتي كېدو امر كړے۔ د مشي ګن ګورنر ګرېجن وټمر وئېلې دي زما دفتر په دې حقله د پوليس سره به تماس كښې دے او زمونږ خواخوږي د دې وحشيانه عمل ښكار جورېدونكو كسانو او د ځپلې ټولنې سره ده۔د وال مارټ وياند جو پېنګتن د اړخه وئېلي شوي كمپني د پوليس سره په ګده كار كوي ۔ د پلټنېزې ادارې ايف بي آئي ډائرېكټر ډين بونګينو په سوشل مېډيا ووئېل د بېورو افسران د پوليس سره په پلټنو كښې مرسته كوي۔











