اديس ابابا 28 جولائي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېش په نړيواله ورورولۍ زور راوړے چې ھغوي د اسرائيل لخوا په غزه كښې لوږه د جنګي وسلې په توګه كارول مسترد كړي۔ د اے اېف پي له مخې هغه په اېتھوپيا كښې د ملګرو ملتونو يو كنفرنس ته د وېډيو لنك د لارې وېنا كښې ووئېل ماحولياتي بدلون څخه فصلونو٬ سپلائي چېنز او په بشري مرسته …
نړيواله ورورولي دې لوږه د جنګي وسلې په توګ د كارولو اجازه ورنه كړي۔ انتونيو ګوټرېش
اديس ابابا 28 جولائي (اے پي پي) د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر انتونيو ګوټرېش په نړيواله ورورولۍ زور راوړے چې ھغوي د اسرائيل لخوا په غزه كښې لوږه د جنګي وسلې په توګه كارول مسترد كړي۔ د اے اېف پي له مخې هغه په اېتھوپيا كښې د ملګرو ملتونو يو كنفرنس ته د وېډيو لنك د لارې وېنا كښې ووئېل ماحولياتي بدلون څخه فصلونو٬ سپلائي چېنز او په بشري مرسته كښې خنډان رامخې ته كېږي٬ د غزه نه تر سوډان او د دې نه وړاندې جنګونه لوږه خپروي۔ ده زياته كړه چې لوږه عدم استحكام ته وده وركوي او امن لپاره خطر لري ٬ مونږ لوږه به د جنګي وسلې په توګه كارول هېڅ كله هم قبول نه كړو٬ هغه ووئېل د 21 مياشتو راهېسې تباه حال غزه سنګين انساني صورتحال سره مخ ده او د مارچ نه تر مئي د اسرائيل لخوا د غزه د مكمل محاصرې له امله هلته د مرستې نه رسېدو له امله صورتحال لا خراب شوے دے٬ په ناکه بندۍ كښې د نرمۍ نه وروستو تر غزه رسېدونكې مرسته د ضرورت د كچې نه ډېره لږه ده٬ هغه ووئېل د اپرېل كال 2023 څخه سوډان د آرمي چيف عبدالفتاح البرهان او د حريف نيم فوجي ريپډ سپورټ فورسز کمانډر محمد حمدان ډګلو ترمېنځه د اقتدار جنګ په سبب ناوړه صورتحال سره مخ دے٬ په دې جنګ كښې د زرګونو په شمېر خلق مړه او د 70 لكه نه زيات كسان بې كوره شوي دي۔











