ابوجا۔28جولائی (اے پي پي )د نائیجیریا په مينځني ایالت نائجر كښې د بېړۍ چپه كېدو څخه 13 كسان مړه شول او په درځنونو لا تر اوسه بې دركه دي ۔ شنهوا د نائجر ايالت د ایمرجنسي مینجمنټ ایجنسۍ مشر عبداللہ بابا آراہ تر مخه ووئېل په بېړۍ كښې د ګنجائش نه زيات مسافر ناست وو او د مسافرو سره پكښې د غلې بورۍ هم موجود وې ۔ بېړۍ د ګونو …
نائیجیریا كښې د بېړۍ چپه كېدو څخه 13 كسان مړه شول ، په درځنونو بې دركه
ابوجا۔28جولائی (اے پي پي )د نائیجیریا په مينځني ایالت نائجر كښې د بېړۍ چپه كېدو څخه 13 كسان مړه شول او په درځنونو لا تر اوسه بې دركه دي ۔ شنهوا د نائجر ايالت د ایمرجنسي مینجمنټ ایجنسۍ مشر عبداللہ بابا آراہ تر مخه ووئېل په بېړۍ كښې د ګنجائش نه زيات مسافر ناست وو او د مسافرو سره پكښې د غلې بورۍ هم موجود وې ۔ بېړۍ د ګونو کمیونټي څخه د اوونيز بازار لپاره روانه شوې وه او د شیرو رو په سيمه کواتازومبا سره نزدې چپه شوه۔ هغه ووئېل د مرستې کارروائیو په مهال 3 كسان چې پكښې د بېړۍ آپریټر هم شامل دے، بچ كړے شوي دي خو په بېړۍ كښې د ناستو كسانو سمه شمېره نه ده معلومه شوې ۔ د مقامي لامبوزنو او رضاکارو بشمول د مرستې کارکنان د لټون په آپرېشن كښې شامل دي ۔











