د فرانس ٬ بريتانيه او المان مشرانو لارښودو غزه ته پرله پسې د مرستې سامان ليږلو غوښتنه

پېرس۔26جولائی(اے پی پی) د فرانس ٬ بريتانيه او المان مشرانو لارښودو غزه ته پرله پسې د مرستې سامان ليږلو او د فوري جنګ بندۍ غوښتنه كړې ده۔ د اردو نيوز له مخې د فرانسيسي صدر ایمانویل مېکرون ، برطانوی وزیراعظم کیئر سټارمر او الماني چانسلر فرېډرېش میرس ترمينځه تماس څخه وروستو ګډ بيان جاري كړے شو په كوم كښې چې وئيلې شوي دجي چې شهری ودانۍ لپاره د بشري مرستې …

پېرس۔26جولائی(اے پی پی) د فرانس ٬ بريتانيه او المان مشرانو لارښودو غزه ته پرله پسې د مرستې سامان ليږلو او د فوري جنګ بندۍ غوښتنه كړې ده۔ د اردو نيوز له مخې د فرانسيسي صدر ایمانویل مېکرون ، برطانوی وزیراعظم کیئر سټارمر او الماني چانسلر فرېډرېش میرس ترمينځه تماس څخه وروستو ګډ بيان جاري كړے شو په كوم كښې چې وئيلې شوي دجي چې شهری ودانۍ لپاره د بشري مرستې سامان مخه نيول د قبولولو وړ نه دي۔ د درې اروپائي طاقتونو مشرانو لارښودو اسرائيل څخه غوښتنه وكړه چې انساني تباهي ختمولو له دې غزه ته له كوم ځنډ څخه پرته د بشري مرستې لېږلو اجازه وركړې شي۔ دوئي ووئيل مونږ فوري جنګ بندۍ او د يو داسے سياسي عمل ملاتړ له نور اقدامات كولو ته چمتؤ يوو كوم چې ټولې منطقې لپاره د تلپاتې سلامتيا او امن سبب وګرځي۔ اروپائي هېوادونه كه هر څو د فلسطيني رياست ملاتړ له اصولي دريځ لري ولې بياهم المان وېنا ده چې هغه په ستمر كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښې په دې اړه د اعلان كولو كومه اراده نه لري۔ بلخوا فرانس ښكاره وئيلي دي چې هغه به په دغه مهال د فلسطين د يو رياست په توګه د تسليمولو اعلان كوي۔ برېتانوي وزيراعظم کیئر سټارمر هم د اپوزيشن او خپل حكومت لخوا د فلسطيني رياست تسليمولو حوالې سره فشار سره مخ دے۔ تېره ورځ د هاؤس آف کامنز 650 قانون جوړونكو كښې 221 يو خط لاس ليك كړو په كوم كښې چې په برېتانوي وزيراعظم زور راوړلے شو چې هغه دې فلسطيني رياست تسليم كړي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې 140 څخه زيات هېوادونه فلسطيني رياست تسليموي په كومو كښې چې نزدې 12 اروپائي هېوادونه دي خو فرانس د 7 هېوادونو په ګروپ كښې دا قدم پورته كوونكے اولنے هېواد دے۔