د هند په اړي ګړي لرونكې ايالت مني پور كښې د صدارتي راج موده پراخه كولو لپاره لوك سبها قرارداد منظور كړو

نوے ډيلے۔25 جولائي(اے پي پي) د هند په اړي ګري لرونكې ايالت مني پور كښې د صدارتي راج موده تر نورو شپږو مياشتو پراخه كولو لپاره قرارداد لوك سبها كښې منظور كړے شوے۔ د كشمير ميډيا سروس تر مخه د هند داخله وزير اميت شاه په لوك سبها كښې مني پور كښې د صدارتي راج موده كښې د پراختيا قرارداد وړاندې كړو كوم چې اېوان منظور كړو۔ اوس به دا …

نوے ډيلے۔25 جولائي(اے پي پي) د هند په اړي ګري لرونكې ايالت مني پور كښې د صدارتي راج موده تر نورو شپږو مياشتو پراخه كولو لپاره قرارداد لوك سبها كښې منظور كړے شوے۔ د كشمير ميډيا سروس تر مخه د هند داخله وزير اميت شاه په لوك سبها كښې مني پور كښې د صدارتي راج موده كښې د پراختيا قرارداد وړاندې كړو كوم چې اېوان منظور كړو۔ اوس به دا قرارداد منظورۍ لپاره راجيه سبها ته وړاندې كولې شي۔ قرارداد كښې مني پور كښې د 13 اګست 2025 نه د لا شپږو مياشتو د صدارتي راج موده پراخه كولو وئېلې شوي دي۔ د كومې نه پس چې په شورش ذده ايالت كښې تر فروري 2026 به صدارتي راج نافذ وي۔ مني پور كښې كوكي او د ميتهي قبائېل تر مينځه د نسلي تشدد د لاسه د ايالت د بي جے پي وزيراعلې بېرن سنګه تېر كال په 9 فروري د خپلې چوكۍ نه استعفې وركړې وه او د هغې نه په 13 فروري مني پور كښې صدارتي راج نافذ كړے شوے ؤ۔ په مئي 2023 كښې پېل شوو فسادات كښې تر اوسه په سوونو خلق وژلې شوي او په زرګونو بې كوره شوي دي۔