ابوظهبي 25 جولائی(اے پی پی)افغانستان كښې د پېدا شوې هنګامي حالات نه پس متحده عرب امارات د انسان دوستۍ څرګندونې سره د 17619 افغانانو ته په عارضي توګه پناه وركړې ده ۔د امارات نيوز ايجنسۍ وام رپورټ له مخې دا اقدام د اګست 2021 نه پس عملي كړے شوے او د دې كسانو كوم نورو هېوادونو ته منتقلۍ څخه وړاندې بشپړ خيال ساتلے شوے۔دا ټوله لړۍ د نړيوالو شراكتدارو په …
متحده عرب امارات د اګست 2021 نه پس د 17619 افغانانو وروڼو كوربتوب كړے
ابوظهبي 25 جولائی(اے پی پی)افغانستان كښې د پېدا شوې هنګامي حالات نه پس متحده عرب امارات د انسان دوستۍ څرګندونې سره د 17619 افغانانو ته په عارضي توګه پناه وركړې ده ۔د امارات نيوز ايجنسۍ وام رپورټ له مخې دا اقدام د اګست 2021 نه پس عملي كړے شوے او د دې كسانو كوم نورو هېوادونو ته منتقلۍ څخه وړاندې بشپړ خيال ساتلے شوے۔دا ټوله لړۍ د نړيوالو شراكتدارو په مرسته بشپړه شوې دغسې چې د افغان اولس مرسته ممكن شي۔ابوظهبي كښې جوړې” ایمریټس هیومینیټیرین سټی”دې افغانانو مېلمنو ته عارضي استوګنه٬خوراك٬طبي مرسته٬تعليم٬تربيت٬سفارتي معاونت او نورې ټولې بنيادي آسانۍ وركړي۔ په دې خذمات 1.384 ارب درهم(367 ملين امريكائي ډالر)لګښت راغلے٬كومه چې د بشري همدردۍ او اماراتي روايات عكاس ده ۔افغان وګړي 21 بيلو هېوادونو كښې آبادكارۍ لپاره روان كړے شوي او د هغوي مرستې لپاره 17 سفارتخانو كښې ٬امريكائي شهريت او اميګريېشن سروس(USCIS)،د كډوالو نړيوالې اداره(IOM)٬امريكائي كسټمز اينډ بارډر پروټيكشن (CBP) او دوو نړيوالو فلاحي تنظيمونو دفترونه جوړ كړي۔متحده عرب امارات نه يوازې افغانانو بلكې افغانستان كښې مېشته غېر ملكيانو انخلا كښې هم كردار ادا كړے۔ او تراوسه 41000 كسان په كاميابۍ سره محفوظو ځايونو ته منتقل كړے شوي٬په دې كښې هغه كسان هم شامل دي چې كومو د متحده عرب امارات څخه د مرستې خواست كړے ؤ ۔متحده عرب امارات افغانانو ميلمنو لپاره 254572 طبي آسانۍ وركړي٬ چې پكښې 34923 د كووډ ويكسينز٬ 303 كامياب آپريشنز(درې بهرني هېواد)او 303 نوې زيږېدلو ماشومانو د صحت خيال ساتل هم شامل دي۔هر كس ته انفرادي پام شوے ٬معياري علاج او په وخت آسانۍ وركړې شوي۔د افغان وګړو بحالۍ لپاره 3764 كسانو ته د تعليم موقعې وركړی شوي چې پكښې 800 ماشومان نرسرۍ سكولونو كښې داخل كړې شوي۔دې سره 39 تعليمي او فني كورسز شوي كومو څخه چې 2589 افغان وګړو استفاده كړې۔د امارات دا اقدام نه يوازې د مرستې بلكې بشري اقدار٬رواداري او د ورورولۍ ودې عملي مثال دے۔











